د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: سږکال اوړی به جګړه تر تیرکال سخته وي.


پیټریس: سږکال اوړی به جګړه تر تیرکال سخته وي.

پیټریس: سږکال اوړی به جګړه تر تیرکال سخته وي.

داسوشېتېد پرېس خبری اژانس لېکی چې په افغانستان کې دامرېکا اوناټو دقواو جگپوړه قوماندان جنرال ډېوېډې پېټرېېس ، له دوی سره په مرکه کې وايی چې سږکال اوړی به جگړه تر تېرکال ډېره سخته وي.

د فوربز په مجله کې د اسوشېتېد پرېس په حؤآله لېکل شوېدی چې طالبان گوډومات شوېدې ، دافغانستا عسکر مخ په کامېابۍ روان دی او جگړه ډېره ښه پرمخ روانه ده. داهغه خبری دی چې دامرېکا ددفاع وزېررابرت گېټس، دافغانستان په سفر کې له عسکرو او قوماندانانو نه واورېدلی. داډېره نه ده څرگنده چې هغه د افغانستان د حکومت په برخه کې څه واورېدل. ددغه حکومت د قابلېت او پرمختگ لپاره ډېره هېله کېږی چې بنېادی خدمتونه برابر کړی شی او خپل واک اواختېار له کابل نه بهر ېوڅومېاشتی مخکی له دېنه پراخه کړی چی دامرېکا عسکر له افغانستان څخه وتل پېل کاندی.

دفوربز مجله لېکی چی ددفاع وزېر رابرت گېټس دافغانستان ډېرې ناکراره سېمی وکتلی. په دغو سېموکې د امرېکا د جمهوررئېس براک اوباما د 30،000 عسکرو دزېاتوالی اغېزې په بشپړه توگه احساس کېږی. په داسی حآ ل کې چې داوباما اداره په دې فکر کوی چې دعسکرو را اېستل له کومو سېمونه پېل کاندی.

مجله زېاتوی چی دامرېکا ددفاع وزېر موجودېت په ېوشمېر لېرې پرتو جنگی اډو کې په دې خاطر وو چې دا څرگنده کړی چې هلته پرمختگ شوېدی لکه څنگه ېې چې دامرېکا په مشرتابه باندی نړېوالی قواو دعوه کوي. فوربز زېاتوي چې ښاغلی گېټس خبرېالانو ته دسه شنبی په و رځ ووېل څومره چې نېژدی چې تاسی جگړی ته ورشئ نو هماغومره ښه ښکاری. هغه داخبری په ېوه جنگی سنگر کې د کندهار په ولاېت کې وکړلی.

د جبهی داول خط نه چې کومه منظره ښکاری هغه به ددې جگړی له لسوکلونو نه ښايی مخ په انکشاف وي. خو دا ښه والی دهغی مرکزی پوښتنی موجودېت بې اهمېته کولی نشی چې په دې پسی راځي. اوهغه د ېوه موثر حکومت لټون دی چې پر افغانانو حکومت وکړی. داسی حکومت چې هغه سېمی کنترول کاندی چې عسکر و امن کړېدی. دابه مسله به هغه وخت مرکزی مسله وي چې کله کانگرېس د اوباما د جگړی په ستراتېژۍ باندی غور ا کتنه کوی. اوهمدارنگه دهغه په دې تعهد غور کوی چې دی به دامرېکا په جگړه کې عسکر راکم کاندی.

فوربز لېکی چې دامرېکا اوناټو د عسکرو جگپوړه قوماندان په همدی اړه واشنگټن ته سفر راکوی چې بله اونۍ په کاپېتول هېل کې ددغومساېلو په برخه کې لنډ معلومات وړاندی کړی.

فوربز په پاې کې زېاتوي چی په افغانستان کې دامرېکا اوناټود قواو دوېمه درجه قوماندان تورن جنرال ډېوېډ راډرېگز په ېوه مرکه کې د سه شنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل د خوشبنېی ېو دلېل دادی چې دطآلبانو دوه پاخه سنگرونه کندهار اوهېلمند تردی وروسته دهغوی پاخه سنگرونه نه بلل کېږی، ځکه په بشپړه توگه دهغوپه واک او اختېار کې نه دی. هغه زېاته کړله چی دانور دهغو ی کور نشی گڼل کېدلی. مهم توپېر دادی چې له تېرکال راهېسی دامرېکا او افغانستان قواوی دافغانستان په جنوب کې عملېات کوی.

داسوشېتېد پرېس خبری اژانس لېکی چې په افغانستان کې دامرېکا اوناټو دقواو جگپوړه قوماندان جنرال ډېوېډې پېټرېېس ، له دوی سره په مرکه کې وايی چې سږکال اوړی به جگړه تر تېرکا نه ډېره سخته وي خو د امرېکا په قواو کې ېوڅه کمښت راوستل د جولای په مېاشت کې امکان لری.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس اسوشتېېد پرېس ته ووېل دی پلان لری چی دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما ته دعسکرو د کمښت گڼ پړاوونه وړاندی کړی. په دغه پلان کې دجمهوررئېس د جولای دمېاشتی هدف چې ېوشمېر عسکر بېرته کورته ولاړشی پوره کېدلی شی. هغه ووېل هغه اضافې قواوی چې د جمهوررئېس اوباما په واسطه افغانستان ته لېږل شوی وې هغه ېو څه پرمختگ حاصل کړېدی. خو هغه ووېل چې دغه پرمختگونه چې حآصل شوېدی هغه لا تراوسه پورې هم پوره بشپړ شوي ندی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس د چارشنبی په ورځ واشنگټن ته له سفر کولونه مخکی داخبری وکړلی. کله چې هغه واشنگټن ته سفر وکړی نو په راتلونکې اونی کې به هغه په کاپېتول هېل کې گواهی ورکړي. اسوشتېد پرېس په پاې کې وايي چی اته مېاشتی مخکی هغه په افغانستان کې دقواو قومانده په غاړه واخېستله اوله هغه وخت راهېسی دالومړی ځل دی چې دی به په کانگرېس کې د افغانستان د جگړی د څرنگوالی په برخه کې گواهی ورکوی.

XS
SM
MD
LG