د لاس رسي وړ اتصالات

ال ای ټایمز: امریکا غواړي افغانانو ته د هغوي د هیواد د کنټرول بهیر ګړندی کړي


ال ای ټایمز: امریکا غواړي افغانانو ته د هغوي د هیواد د کنټرول بهیر ګړندی کړي
ال ای ټایمز: امریکا غواړي افغانانو ته د هغوي د هیواد د کنټرول بهیر ګړندی کړي

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د نومبر په 25 مه لېکي چې امرېکا غواړي افغانانو ته دهغوي دهېواد د کنترول ورکولو بهېر گړندی کړي.

دوال سترېت ژورنال ورځپاڼې هم دنومبر په مېاشت کې لېکلی وو چې داوباما اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د نظامي مامورېت محارب نقش و نظامی سلاکارۍ او مرستې ته، ډېر ژر ېعنی تر بل کال پورې بدل کاندي.

دبپاڼه

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د نومبر په 25 مه لېکي چې دامرېکا ېوه قوماندان ېوه غوښتنه برابره کړېده چې په هغې کې ېې دافغانستان د پوځی قطعاتو لپاره د نورو سلاکارانو خواست کړېدی.

ورځپاڼه دامرېکا او ناټو د چارواکو له قوله لېکی دا ددې مانا لري چې واشنگټن او انډېواالان ېې غواړي هغه بهېر گړندی کړي چې افغان ملی اردو ته د جنگي علمېاتو کنترول وروسپارل شي، په داسي حال کې چې امرېکا اومتحدېن ېې دېته ځان چمتو کوي چې په افغانستا ن کې دعسکرو دکمولو بهېر ته ځان چمتوکړي.

لاس انجلس ټاېمز لېکي څومره چې د افغانستان د عسکرو په روزنه زیات ټېنگار وشي دا ددې مانا لري چې امرېکايي عسکر به په نظامي مرکزونو کې وي او د مرگ ژوبلې په شمېر کې به ېې دامرېکا دراتلونکی کال دنومبرله انتخاباتو نه مخکی شپوورځو کې کموالی راشی.

ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا د جمهوررئېس براک اوباما د افغانستان پالېسی همد ا اوس لا په انتخاباتی بحثونوکې ېوه مهمه مسله ده.

دامرېکا د سمندري عسکرو جنرال جان آر الین چې د تېرکال راهېسي په افغانستان کې دعسکرو قوماندان سوېدی، 1700 نور نظامی پرسونل غواړي چې مجرب عسکري منصبداران وی چې د سلاکا رانو د ډلگېو مشري به کوي . دا کسان به په راتلونکې کال کې له هغو افغان قطعاتو سره په کار ګمارل کېږی چې د طالب یاغیانو سره جگړه کوي.

ورځپاڼه لېکي دا به وخت واخلي چې په څه توگه نوي نظامي سلاکاران د جنرال الېن په غوښتنه باندې سره تشخېص شی او پنټاگان ته معرفي شي.

دا اقدام د امرېکا داوسني حکومت د ستراتېژۍ ېوه برخه ده چې دافغانستان په پالېسۍ کې نوي اړخونه منځته راولي. داوباما ادارې د پالیسې د بحثونو چې دهغه د ملی امنېت ډله پکې شامله ده ، مقصد یې دا دی چې داخبره ېقېني کړي چې افغان قواووی به دېته چمتو وي چې په 2014 م کال کې خپل مسوولېتونه ترسره کړی شي ځکه چې په همدغه کال د اټکل شوېده چې دامرېکا محارب قطعات له افغانستان څخه ووزی.

ورځپاڼه لېکی چې جنرال الېن او دامرېکا ېوشمېر نور معتبر جنرالان ددغی پالېسۍ ملاتړ کوي او په دې ټنېگارکوي چې افغان قواوی ډېر ژر دمخکښ نقش غوره کړی. سلاکاران وايی داخبره معقوله ده چې د ا وازموېل شي چې کله دامرېکا ډېرې جنگی قواوی له دې ملک څخه ولاړی شی هغوی به څنگه اقدامات او عملېات وکړی ، ځکه چې هغه وخت به دامرېکا دعسکرو غټ شمېر دهغوی مرستی ته نسی ورتللی.

دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه دنومبر په مېاشت کې لېکي چې داوباما اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د نظامي مامورېت محارب نقش ؛ دنظامی سلاکارۍ او مرستی نقش ته، ډېر ژر ېعنی تر بل کال پورې بدل کاندي.

دامرېکا د حکومت معتبر چارواکي وايي ددې گام پورته کول به دامرېکا د عسکرو نظامی نقش او مامورېتونه له هغه وخت نه ډېر مخکي بدل کاندی چې دعملي کېدلو پلان ېې په 2014 م کال کی جوړ شوېدی.

ددغه گام اوچتول به دامرېکا د ستراتېژۍ لپاره په افغانستان کې ډېر پراخ نتاېج ولري. ېوله هغو نتاېجو نه دادی چې دا گام دامرېکا هغه اوسنۍ پالېسی چې دافغانستان د نفوس په ساتنه تمرکز کوي په تدرېج سره بدلولی ېا په ټپه درولی شي.

ددې په ځای به په خاصو سېمو کې د ترهگری ضدعملېات سرته ورسېږي او په همدی مسله به ټېنگاروشي. ددې ترڅنگ به دافغانستان د عسکرو په روزنه باندی ټېنگار او تمرکز وشي. دامرېکا يی عسکرو محارب نقش چی په روزنه باندې بدل شي نو دامرېکا له هغه پلان سره هم مرسته کولی شي چې د امرېکا قواوی په چټکی سره له افغانستان څخه راواېستل شي. که څه هم چارواکي وايی چې په افغانستان کې دعسکرو د ساتلو په شمېر باندې لا بحث پرمخ ندی تللی چی دا معلومه کړي چې څومره عسکر هلته وساتل شی.

په افغانستان کې دامرېکا په ستراتېژۍ باندی بېا کتنه د جگپوړه چارواکو په مجالسو کې پېل شوېده. په دغو مجالسو کې د دفاعی او ملکي چارو لوړ پوړه چارواکي شامل دي خو تراوسه پورې کومه فېصله نده شوې. د پالېسۍ جوړوونکي په نورو لار و چاروهم غور کو ي چې ددغه مامورېت په ېوشمېر برخو نوی کتنه وشي.

وال سترېت ژورنال لېکی چارواکی وايي دمحارب نقش نه د سلاکارۍ نقش ته رسمی بدلون دناټو د تړون له رسمی مجلس نه وروسته چې د راتلونکي کال دمی په مېاشت کې به وشی راتللی شي.

د وال سترېت ژورنال ورځپاڼه لېکي چی په دغه وخت کې به د امرېکا د جمهوري رېاست دانتخاباتو تودې مبارزی دوام ولري.

XS
SM
MD
LG