د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې رول په افغانسان کې او د باثباته افغانستان نه د پاکستان ویره


د ترکیې رول په افغانسان کې او د باثباته افغانستان نه د پاکستان ویره

د ترکیې رول په افغانسان کې او د باثباته افغانستان نه د پاکستان ویره

د ترکیې نه خپریدونکي د سیاسي چارو مجلې ) The Diplomat) د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې آیا ترکیه دا توان لري چې افغانستان وژغوري. او د یورو ایشیا ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو ته یوه کتنه کړیده.

The Diplomat مجلې د مقالې پیل په ترکې د هغه درې اړخیز کنفرانس نه کړیدی چې د افغانستان، پاکستان او ترکې چارواکو پکې برخه اخیستې وه او وایي همدغه کنفرانس دا څرګندوي چې ترکیه د مرکزي او جنوبي آسیا د هیوادونو په پالیسو او تګلارو کې څومره او تر کومې اندازې پورې د ترکې لاس غزیدلی شي.

مجله وایي د ترکیې په کنفرانس کې ګډون کوونکو ژمنې او اسناد د کاغذونو پر مخ ولیکل شو خو هغوي پدې موافقه ونکړه چې دغو ژمنو ته به د عمل جامه هم وراغوندي. مجله وړاندې لیکي کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن د افغانستان او پاکستان نه وروسته هیواد ته ستنه شوه او د سفر نه وروسته یې د پارلمان د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وینا کوله نو دا خبره یې په زغرده وکړه چې د ولسمشر براک اوباما اداره په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي روغې جوړې سره د ملاتړ تر څنګ درې مهمې تګلارې لري چې هغه دي، جګړه کول، خبرې اترې کول او بیارغونه.

خو د امریکا تر څنګ ترکیه هم وایي چې د افغانستان سره د دوامدارو پوځي او اقتصادي مرستو تر څنګ یې په سیمه ایزو ستونزو باندې هم یو څه کار کړیدی.او هغه دا چې د ترکې سیاسي مبارزه د افغانستان او ګاونډي هیواد پاکستان تر منځ د اړیکو په ښه کولو باندې ډیر تمرکز لري.

ځکه چې د امریکا او د ناټو د نورو هیوادونو په شان د ترکې چارواکي پدې باور دي چې د افغانستان د ستونزې دوامداره حل لپاره پکار ده چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې وي ، په ځانګړي ډول پدې خاطر چې خبرو ته د طالبانو په تشویق کې د پاکستان مرسته بیخي ضروري ده ځکه چې افغاني طالبان په پاکستان کې دیره دي او د هماغه ځای نه په افغانستان کې د خپلو عملیاتو بندوبست کنوي.

مجله وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ په زیاتو جنجالونو کې ترکیې هر وخت هڅه کړیده چې د دریم ګړي په صفت د دواړو هیوادونو چارواکي سره پخلا کړي او خبرو ته یې سره کښینوي، د ترکیې چارواکي وایي هغوي د منځګړي هیواد په صفت داسې نقش ادا کولی شي چې د نړۍ بل هیواد یې نشی کولی. لومړی دا چې ترکې په تاریخي لحاظ د دواړو هیوادونو سره ښې اړیکې لرلې دي، بله دا چې ترکیه د هغوي په شان یو اسلامي هیواد دی او دریمه دا چې د پاکستان او افغانستان په داخلي چارو کې ترکیه لاس وهنه نکوي او نه هم هلته خپلې ګټلې لټوي.

مجله وایي چې ترکیه د افغانستان سره په پوځي، روغتیا، اقتصادي، ښونې او روزنې او نورو بشري پروژو کې زیاته مرسته کړیده او لا یې هم کوي خو د دې تر څنګ یې د سیمې په کچې هم د افغانستان سره مرسته کړیده او هغه دا چې د پاکستان سره یې د سړې جګړې راپدیخوا پوځي او نور دوه اړخیز او څو اړخیز تمرینونه کړیدي او تر نن ورځې پورې دوام لري او پاکستان بیا د ترکیې د دغو نیکیو په بدل کې د چین سره د ترکې د اړیکو په ښه کولو کې مرسته کړیده او هم یې د طالبانو نه غوښتلي دي چې په افغانستان کې دې په ترکي عسکرو بریدونه نکوي.

مجله په پای کې لیکي چې د 2007 کال نه راپدیخوا ترکیې شپږ ځلې د افغانستان او پاکستان سره د درې اړخیزو غونډو کوربه توب کړیدی او د حکومت جګپوړو چارواکو پکې برخه اخیستې ده. همدارنګه درې واړو هیوادونو د همدې کال په سر کې ګډ پوځي تمرینونه هم وکړل. د درې واړو هیوادونو د ولمسشمرانو تر منځ د ویډیو کنفرانس کولو یو سیستم هم جوړ شویدی او د ترکې چارواکي اوس پدې باندې هم غور کوي چې د طالبانو سره د اړیکو نیولو یوه لاره هم پیدا کړي تر څو د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې نوره مرسته هم وکړي.

د یورو ایشیا ورځپاڼې:

بیا د افغانستان او پاکستان اړیکو ته کتنه کړیده او د مقالې په پیل کې یې لیکلي دي چې پاکستان د یوه با ثباته افغانستان د جوړیدو نه دوه ویرې لري. لومړی ویره یې دا ده که چیرته قوي او پخپلو پښو ولاړ افغانستان جوړ شي نو د هند سره به انډیوالي پیل کړي چې د پاکستان قدیمي دښمن دی او بله دا چې افغانستان به یو ځل بیا د خپلې هغې خاورې پوښتنه د پآکستان نه وکړي چې د هند او پاکستان د ویشلو پر وخت پاکستان د افغانستان نه نیولې ده.

خو ورځپاڼه وایي چې د پاکستان دا ویرې بې ځایه دي او د بخل بوی ترې راځي او وایي چې د پاکستان د همدغو ویرو په خاطر د نړۍ، سیمې او پخپله د افغانستان په خطر کې اچول شویدي ځکه چې د ورځپانې په قول پاکستان ته د افغانستان لخوا هیڅ کوم خطر ندی متوجه.

ورځپاڼه وایي پاکستان پدې لارې کې نه ستړې کیدونکې هڅې کوي چې په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د راپرځیدو نه وروسته هلته حاکم ؤ او د پاکستان د پوځي استخباراتو په لارښوونې جوړ شوی وو. او په همدې خاطر په افغانستان کې په افغان او نړیوالو ځواکونو باندې په حملو کې د یاغیانو سره مرستې کوي او هغوي ته امکانات برابروي.

ورځپاڼه وایي چې پاکستان د افغانستان په ثبات کې د زړه د اخلاصه همکاري نکوي او نه هم د سولې په خبرو کې د روغ نیت له مخې همکاري کوي. څه موده وړاندې چې په کابل کې د سولې د عالې شوار پخوانی مشر برهان الدین رباني د یوه ځانمرګي برید کوونکي لخوا ووژل شو، ورځپاڼه وایي نړیواله ټولنه په ټینګه پدې باور لري چې دغه سړي دا کار د پاکستان د استخباراتو د ادراې په مرستې کړیدی.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د رباني په وژل کیدو سره په افغانستان کې د سولې خبرې په ټپه ودریدې او پدې کار سره پاکستان دا ګټه وکړه چې په افغانستان کې روانه جګړه نوره هم پسې اږده شي او نړیواله ټولنه به بالاخره دیته مجبوره شي چې د افغانستان نه واوځي او میدان به بیا پاکستان ته پاتې شي .

XS
SM
MD
LG