د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ملا برادر مو ولې ونیوه


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اګست ددوه ویشتمې نیټې په ګڼې کې لیکي چې پاکستان ددې له پاره ملا برادر ونیوه چې هغه د افغان حکومت سره د سولې خبرې غوښتې او پاکستان نه غواړي چې طالبان ددوی له مشورې او ګډون نه پرته دغه کار وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې پاکستانیانو ملابرادر چې د طالبانو د عملیاتو یو ستر قوماندان ؤ د کراچې په ښار کې ونیوه، امریکا او پاکستان دا یې د دواړو هیوادو تر منځ د ګډ او ګټور کار نتیجه وبلله چې د تروریزم پر ضد یې سرته رسوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې اوه میاشتې له دې پیښې نه تیریږي اوس د پاکستان مقامات بلکل بله خبره کوي. دوی وايي چې دوی ورغلل او ملابرادر یې ونیو او د سې ای ا مرسته یې په دې برخه کې حاصله کړه. پاکستانیانو ادعا کړیده دوی ملا برادر په دې سبب ونیو چې په افغانستان کې د سولې ټولې خبرې ودروي ځکه ملا برادر د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې وې او پاکستان په کې شامل نه ؤ کوم چې طالبان ددوی لخوا میدان ته راوړل شويد ي.

ورځپاڼه زیاتوي د ملابرادر د نیولو نه یوه هفته وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه ٢٣ د طالبانو مشران بندیان کړل. دوی د پاکستان تر حمایې لاندې کار کاؤ. د ملابرادر نیول د پاکستان د استخباراتو او پوځ تر منځ د بحث ډیره توده موضوع شوه. اوس هم ددغه پیښې پوره جزئیات لا نه دي څرګند. ددې پېښې ځنې خبرې حتی په امریکا کې د ځنو مامورینو لخوا هم رد شوي دي خو هغه څه شیان چې د اسلام اباد نه افشا شوي دي هغه په افغانستان کې د پاکستان په پالیسیوښه رڼا اچوي:

نیویارک ټایمز لیکي پاکستان غواړي په طالبانو باندې پوره اغیز او واک ولري، د هند نفوذ په افغانستان کې ختم کړي او پاکستان ته داسې یو مقام حاصل کړي چې بیا د افغانستان په مقدراتو کې د پاکستان لاس دخیل وي.

یوه پاکستانی امنیتي مامور چې د نوم له څرګندولو نه یې ځکه ډډه وکړه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له یوې خوانه او د امریکا سره د پاکستان له بلې خوانه ډیرې حساسې دي، وویل:

مونږ ملا برادر او ځنې نورکسان په دې خاطر ونیو ل چې دوی غوښتل زمونږ نه پرته د افغانستان د حکومت سره معامله وکړي. پاکستاني امنیتي مامور وویل: مونږ طالبان ساتو، دوی په مونږ اتکا لري، مونږ هیڅکله دوی نه پریږدو چې د کرزي او هند سره خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، اوس هم ځنې امریکايي مامورین په دې ټینګار کوي چې د امریکا او پاکستان تر منځ همکارۍ مخ په ښه کیدلو دي او ددې نه انکار کوي چې د ملابرادر په نیولو کې پاکستان مرکزي کردار لوبولی دی. خو اوس پاکستانیان غواړي تاریخ تحریف کړي او ځان په افغانستان کې ډیر اغیزمن وښيي. دوی وايي چې پاکستانیان هسې له ځانه خبرې جوړوي.

نیویارک ټایمز لیکي ځنې نور امریکایی مامورین بیا په دې نظر دي چې نه ویل کیږي پاکستان سی ای ا ته نه غلطه ګټه پورته کړې وي او وبه غواړي چې په دې کار سره دوی په افغانستان کې د سولې لاره ډپ کړي.

خو خبره هرڅه چې وي، وي به، د ملابرادر نیول کیدل او ورسره خبرې ټولې ددې خبرې حکایت کوي چې امریکا په داسې حال کې چې غواړي د افغانستان وضعه مهاره کړي د څو بعدي ستونزو سره مخامخه ده. امریکا په افغانستان کې د یوه سرسخت دښمن سره په جګړه بوخته ده او په دې ملک کې د یوه ضعیف حکومت حمایت کوي، بل خوا غواړي د پاکستان مشران تنظیم کړي کوم چې له یوې خوانه د امریکا نه په ملیاردو ډالر لاس ته راوړي او له بله پلوه طالبان ساتي.

نیویارک ټایمز په کابل کې د ناتو د یوه افسر له خولې لیکي چې پاکستان د ملابرادر په نیولو سره کوښښ وکړ چې ځان ته وخت کمايي کړي په دې معنی چې ایا د جمهوررئیس براک اوباما ستراتیژي په افغانستان کې کار ورکوي که نه، که چیرې کار ورکړي نو په هغه صورت کې به پاکستان طالبانو ته اجازه ورکړي چې ځی اوس نوکولی شئ چې معامله وکړئ، او بل صورت کې که چیرې امریکایان پاتې راشي او د ملک نه ووځي، نو په دې صورت کې به بیا دوی طالبان د خپلو متحدینو په صفت ومني.

ورځپاڼه د ناتو د یولوی افسر خبرې نقلوي او وايي: په مونږ مخکې هم لوبه شوې وه. اوس د پاکستانیانو دا کار چې ملابرادر ونیسي او بیا د افغانستان د حکومت سره مذاکرات په خپله ګټه واړوي، د منلو وړ ښکاري.

ورځپاڼه د پاکستاني مامور له خولې لیکي چې ملابرادر اوس د ای اس ای په مهمانخانه کې کرار ناستی دی، او خپله دمه جوړوي. یو شمیر نورو طالبانو چې غوښتل د کابل سره روغه وکړي، له پوهولو نه وروسته بیرته جبهاتو ته د جګړې لپاره واستول شول. دا چې ای اس ای ولی د افغانستان د سولې له خبرو نه دومره وارخطا ښکاري دلیل یې نه دی څرګند خو کیدای شي دا وارخطايي د پاکستان د ملي منافعو په اساس وي.

XS
SM
MD
LG