د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ورځپاڼې: د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظریې


امریکایي ورځپاڼې: د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظریې

امریکایي ورځپاڼې: د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظریې

د امریکا د ایګزامینر ډاټ کام ورځپاڼۍ د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو په اړه یوه مقاله خپره کړیده، ورځپاڼې د مقالې په یوې برخې کې لیکلي دي چې د امریکا یوه سناتور لنډسي ګرام جمهور رییس اوباما پدې ملامت کړ چې د افغانستان نه یې د عسکرو د راوتلو لپاره نیټه ټاکلې ده.

هغه ویلي دي چې د عسکرو راوتل یا باید چې د افغانستان وضعې ته په کتو سره وي او یا باید چې یو ځانګړې نیټه ورته وټاکل شي. دی وایي چې که دواړه وغوښتل شي نو دا امکان نلري.

ورځپاڼه وایي چې جنرال ډیوډ پیټریس هم نه غواړي چې د جمهور رییس اوباما د پریکړې په خاطر د هغه سره په سیاسي جنجال کې ښکیل شي. پیټریس ویلي دي هغه به خپل آمر ته چې جمهور رییس اوباما دی په نظامي برخې کې تر هر چا ښه مشوره ورکړي خو کله چې خبره سیاسي مسایلو ته راشي نو هغه پکې هیڅ هم نشي ویلی.

ورځپاڼه زیاتوي چې په عین وخت کې د امریکا پوځي چارواکي د جمهور رییس اوباما په استازیتوب پدې باندې کار کوي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو پروسه سوکه کړي. جنرال پیټریس به د دې کار لپاره په مطبوعاتو کې خپله مبارزه پیل کړي او کوښښ به وکړي چې د افغانستان د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ وګټي.

خو ورځپاڼه وایي چې د خلکو د ملاتړ ګټل د جنرال پیټریس لپاره آسانه کار ندی ځکه چې خلک په افغانستان کې د پرمختګ نښې نښانې غواړي خو د جنرال پیټریس سره داسې څه په لاس کې نشته چې خلکو ته پرې قناعت ورکړي.

ورځپاڼه وایي چې له یوې خوا په افغانستان کې د امریکایي عسکرو مرګ ژوبله زیاته شویده، له بلې خوا ویل کیږي چې د طالبانو واک او د قدرت ساحه هم پراخه شویده او بله دا چې د افغانستان په ځینو مهمو سیمو کې یوزاې 24 په سلو کې افغانان د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا په زرګونه اضافي امریکایي عسکر او په میلیاردونو ډالر افغانستان ته لیږلي دي او لیګا ده لیږي یې خو بیا هم څه بلې خوا ته روان دي. د امریکا د حکومت یوې لوړپوړي چارواکي چې نوم یې ندی اخیستل شوي ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځ پدې نظر دی چې په تیرو نهو کالونو کې ایله دغه یو کال کیږي چې مونږ په سمه خوا روان یو.

هغه همدارنګه ویلي دي چې دې پروسې ته باید چې نور وخت هم ورکړل شي او پدې باندې دې فکر وشي چې په افغانستان کې زمونږ د اوږدې مودې پاتې کیدل به څه ډول وي.

ورځپاڼې د مقالې په یوه بل اړخ کې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د روان بغاوت په اړه لیکلي دي پښتانه چې د افغانستان د نفوس تر ټولو زیاته برخه دي پدې خوښ ندي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې ژوند وکړي. خو هغوي وایي چې د افغانستان حکومت په دومره اندازه په اداري فساد کې ککړ او نامشروع حکومت دی چې حتی هغوي دیته غاړه ږدي چې د طالبانو د سخت دریزه حکومت لاندې هم ژوند تیر کړي.

ورځپاڼه وایي پښتانه غواړي چې په افغانستان کې دې سیاسي پرمختګ راشي او هغه کسان دې د حکومت او دولتي څوکیو نه ایسته شي چې جنګي جرمونه یې کړیدي او نارامۍ ته لمن وهي.

امریکایي ورځپاڼې: د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظریې

امریکایي ورځپاڼې: د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظریې

ورځپاڼې همدارنګه ویلي دي که چیرته امریکا او انډیوالان یې په کندهار او د هیواد په نورو سیمو کې د جمهور رییس حامد کرزي د ناسکه ورور احمد ولي کرزي په شان کسانو سره لاس یو کړي او د هغوي سره انډیوالي وکړي نو د دې چانس ډیر لږ دی چې عادي افغانان دې د امریکا په مشرۍ د جګړې ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه وایي د خلکو په اند احمد ولي کرزي په درغلۍ د کندهار د ولايتي شورا د مشرتابه څوکۍ ګټلې ده، خو جمهور رییس حامد کرزي پدغه حقیقت باندې سترګې پټې کړیدي او وایي چې هغه د خلکو لخوا ټاکل شویدی او په همدې خاطر یې نه لري کوي. خو ورځپاڼه وایي که چیرته په کندهار کې د دیرشو قومي سپین ږیرو نه پوښتنه وشي نو یو به یې هم د احمد ولي کرزي ملاتړ ونکړي.

د خلکو پر وینا احمد ولي کرزی د جنګسالارانو نه هم بتره ده، هغه د مافیا مشر دی او د مخدره موادو په قاچاق سره په میلونونو ډالر ګټي. داسې ګمان هم کیږي چې هغه په پټه هغه قومي مشران وژني چې د هغه سره سیاسي مخالفت لري.

ورځپاڼه په پای کې لیکي هیله کیږي چې جمهور رییس اوباما او جنرال ډیوډ پیټریس به له خوبه راپاڅیږي او دا خبره به درک کړي چې افغانان دیموکراتیکه پروسه غواړي او پرې باور لري.

افغانان خپله دیموکراسي لري او د پیړیو راپدیخوا یې دیموکراسي تجربه کړیده، د افغانستان ولس تل د دیموکراسۍ لپاره خپل غږ پورته کړیدی خو ځیني قومونه اوس هم د افغانستان حکومت او امریکا ته سترګې په لاره دي چې د ریښتینې دیموکراسۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

همدارنګه د امریکا د سي بي ایس ټلویزوني شبکې په یوې مقالې کې د افغانستان د جګړې په اړه په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو عمومي قوماندان د جنرال ډیوډ پیټریس ځینې خبرې راخیستې دي.

مقاله په پیل کې لیکي که څه هم چې د راتلونکي کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه دامریکایي عسکرو راوتل د جمهور رییس اوباما د ژمنې سره سم پیل شي خو جنرال پیټریس به ښایي د امریکا حکومتي چارواکو ته دا سلا مشوره ورکړي چې د عسکرو د راوتلو پروسه دې سوکه کړي.

جنرال پیټریس په یوې مرکې کې چې سبا د یکشنبې په ورځ به خپره شي ویلي دي ممکن چې امریکايي چارواکي به د هغه په مشورې باندې عمل وکړي ځکه چې جمهور رییس اوباما هم د هغه نه غوښتنه کړیده چې خپلې ټولې مشورې دې د پوځ د ښې تجربې پر اساس وکړي.

جنرال پیټریس همدارنګه ویلي دي چې هغه به په افغانستان کې د نړیوالو قواوو سراسري ماموریت او د دغه ماموریت لپاره لازم امکاناتو ته پام سره، امریکایي چارواکو ته د افغانستان د جګړې په اړه خپله سلا مشوره ورکاندي. پیټریس ویلي دي چې د ټولو بدلونونو په اړه به جمهور رییس اوباما ته ریښتیني مالومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG