د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو تازه رپوټونه


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼې کې په تیرو پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو په اړه لیکي چې پدې انتخاباتو ټګي او برګي په دومره اندازه زیاته وه چې ممکن دانتخاباتو په نتیجو باندې سترې اغیزې ولري.

په ولایتونو کې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمیسون چارواکو ځیني داسې ویډیوګانې تر لاسه کړیدي چې په ښکاره پکې درغلي ښول کیږي. په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د رایو په صندوقونو کې د یوه نفر لخوا زیاتې رایې اچول کیږي، په ځینو ځایونو کې د کاندیدانو د وسله والو جاسوسانو لخوا د انتخاباتو کارکوونکي په وسلو ویرول شویدي او آن دا چې په ځینو مواردو کې د هغوی لاسونه ورتړل شویدي او دوي پخپله د رایو صندوقونه ور ډک کړیدي.

په یوې بلې ویډیو کې ښودل کیږي چې د انتخاباتو یو کارکونکی د یوه کاندید د استازي سره پدې باندې خبري کوي چې رایې پرې خرڅې کړي. ورځپاڼه وایي چې زیات شکایتونه د انتخاباتو د چارواکو او د کاندیدانو څخه دي.

ورځپاڼه وایی چې د کندهار په ولایت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون د دغه ولایت 76 په سلو کې رایې باطلې اعلان کړې ځکه چې دهغوي په قول پدغو رایو کې ټګي او برګي شوې وه.

خو دا ځل په پارلماني انتخاباتو کې د جمهور رییس حامد کرزي ناسکه ورور احمدولي کرزی چې په سیمې کې زیات قدرت او نفوذ لري، د انتخاباتو نه وړاندې یې د څو کسانو لست برابر کړی ؤ چې انتخابات به وګټي.

ورځپاڼه وایي د کاندیدانو لخوا د پراخې ټګۍ برګۍ له وجې دا به زیاته ګرانه شي چې یو داسې حکومت جوړ شي چې د افغان ولس، د امریکا د حکومت او د ناټو د شریک باڼو ملاتړ او باور ورسره وي.

ورځپاڼه وایي چې امریکایي او نړیوالو دیپلوماتانو په پارلماني انتخاباتو کې د شکایتونو په اړه د تبصرو نه ځانونه ګوښه کړیدي او وایي چې دا یوه افغاني پروسه ده او مسؤلیت یې هم پخپله د افغانانو په غاړه دی.

ورځپاڼه وایي چې په پارلماني انتخاباتو او همدارنګه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټګۍ له وجې دا به د نړیوالو قواوو لپاره هم ګرانه شي چې د یوه داسې حکومت د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي چې ملاتړ یې ورځ تر بلې د خلکو په منځ کې په کمیدو دی. او دیپلوماتان بیا وایي چې پدې سره به هغه هڅې هم کمزورې شي چې نړیواله ټولنه دېته هڅوي چې د افغانستان سره مالي مرستې وکړي او نور عسکر ولیږي.

د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون وایي چې د افغانستان د څلور دیرشو ولایتونو د دیارلسو ولایتونو ورته داسې شکایتونه راغلي دي چې د هغوي په حساب تر ټولو ناوړه ګڼل کیږي او د ځینو نورو ولایتونو په شکایتونو باندې لا تر اوسه کار روان دی.

ورځپاڼه په پای کې وایي چې د افغانستان د جنوبي برخو تر څنګ د افغانستان د شمال نه هم د زیاتې ټګۍ برګۍ شکایتونه راغلي دي، په شمال کې وسله والو پخوانیو جنګسالارانو رایه اچونکي په زوره دیته اړ ایستلي ؤ چې دهغوي په خوښې کاندید ته رایه ورکړي او یا یې د انتخاباتو کارکونکي مجبوره کړي ؤ چې د رایو صندوقونه دې د رایو په پاڼو ډک کړي.

د تخار ولایت د فرخار په ولسوالۍ کې څو تنو عینو شاهدانو ویلي دي چې د عبدالباقي په نامه د یوه کاندید وسله والو کسانو رایه ورکونکي وهلي او ډبولي دي او هغوي یې په زور دیته اړ کړیدي چې د هغوي استازي ته دې رایې ورکړي. دغه عیني شاهدان وایي چې وسله وال کسان د شکایتونو د اوریدو د کمیسون د ښځو څانګې ته ورغلل او هغوي یې دیته مجبوره کړل چې د دوه سوو نه زیاتې رایې دې د رایو په صندوقونو کې واچوي.

همدارنګه د عبدالکریم اچکزي په نامه یوه خپلواک کاندید ورځپاڼې ته ویلي دي چې د سپین بولدک او ځینو نورو ولسوالیو کې د سرحدي پولیسو قوماندان عبد الرازق دانتخاباتو په ورځ د انتخاباتو د کارکوونکو لاسونه ورتړلي وو او هغوي یې بندیان کړي ؤ او د رایو صندقونه یې پخپله خوښه ډک کړي ؤ. اچکزی وایي چې د انتخاباتو دغه کارکوونکي پدې شرط خوشې شول چې هغوي به شکایت نکوي.

XS
SM
MD
LG