د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ډیوډ کیمرون د هیلیکوپترې د ویشتلو پلان مو جوړکړی و


طالبان: د ډیوډ کیمرون د هیلیکوپترې د ویشتلو پلان مو جوړکړی و
طالبان: د ډیوډ کیمرون د هیلیکوپترې د ویشتلو پلان مو جوړکړی و

د ګارډین ورځپاڼه چې په برتانې کې چاپ کیږي د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي، طالبانو پلان درلود چې هغه هیلوکوپتر وولي چې د برتانې صدراعظم ډیوډ کیمرون پکې د هلمند ولایت ته تللی و.

د ګارډین ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي کله چې د برتانې صدر اعظم ډیوډ کیمرون د جون په میاشت کې افغانستان ته د لومړي ځل لپاره په سفر تللی وو، نو د هلمند ولایت هم ولاړ چې د برتانوي عسکرو سره وګوري.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي دي هغوي پلان درلود چې د خپل یوې اډې نه چې د واشیر په ولسوالۍ کې ده د ډیوډ کیمرون په هیلوکوپترې باندې برید وکړي.

ویاند وایي هغوي دا مالومه کړې وه چې صدراعظم په کومې هیلوکوپترې کې سپور دی. ورځپاڼه وایي کله چې د طالبانو ځینې خبرې په مخابراتي وسایلو کې کشف شوې نو د ډیوډ کیمرون د سفر مسیر په وروستۍ دقیقه کې بدل شو او هغه ته اجازه ورنکړل شوه چې د شهزاد په نامه سیمې کې د برتانوي عسکرو سره وګوري.

د ډیوډ کیمرون یوه همکار ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه د دغې خطر چندانې پرواه ونکړه خو پدې خواشینی شو چې د ځینو برتانوي عسکرو سره یې ملاقات ونشو.

په افغانستان کې د برتانې د پوځ یوه پخواني صاحب منصب ورځپاڼې ته ویلي دي کله نا کله مونږ دې خبرې ته سم پام نکوو چې طالبان د استخباراتي مالوماتو په راټولو کې څومره تکړه دي، دی وایي طالبان د افغانستان په امنیتي قواوو او همدارنګه پوځي اډو کې مخبران لري نو په کار ده چې د لوړرتبه کسانو د سفر په اړه مالومات محرم وساتل شي.

دغه صاحب منصب وایی که چیرته طالبانو د صدراعظم هیلوکوپتره راغورځولې وه او یا یې په هغې باندې برید کړی ؤ نو دا د طالبانو لپاره یوه داسې ستره کامیابي وه چې مونږ پخپله یې ورته زمینه مساعده کړې وه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د همدې پیښې نه وروسته برتانې پریکړه کړیده چې د ټولو جګپوړه چارواکو د سفر په اړه به مالومات محرم ساتي او دا کار یې افغانستان ته د برتانې د دفاع د وزیر ویلیم فاکس د سفر په وخت کې عملي کړ.

XS
SM
MD
LG