د لاس رسي وړ اتصالات

" نه پوهیږم چې امرېکا په افغانستان کې جګړه ګټی او که نه" کولن پاول


" نه پوهیږم چې امرېکا په افغانستان کې جګړه ګټی او که نه" کولن پاول

" نه پوهیږم چې امرېکا په افغانستان کې جګړه ګټی او که نه" کولن پاول

دواشنګټن ټاېمز ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لېکی چی دامرېکا پخوانی خارجه وزېر کولېن پاول دتېرې ېکشنبی په ورځ ووېل چې دی په دې نپوهېږی چې امرېکا په افغانستان کې جګړه ګټی او که نه.

ورځپاڼه لېکي چې د پرمختګ ېوه ېقېني نښه داده چې دافغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو په باب په نسبي ډول راپورونه نشته دي. که چېرې د راېو اچولو بهېر کې زښته ډېره خرابي وای او د طالبانو پراخه برېدونه وای، په راېو کې بې اندازې تقلب وای، ډېر کم خلک راېو اچولو ته راغلی وای، نو رپوټونه به زښت ډېروای او پرمختګ به منفې وای.

که څه هم داسې اټکلونه شوي وو چې دطالبانو فعالېتونه به زېات شی خو د پېښو شمېر د ٢٠٠٩ کال په تناسب چې د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې شوی و، کم شوی و. په افغانستان کې داېساف دقوې د رپوټونو له مخی دېاغېانو هغه برېدونه چې دانتخاباتو په ورځ وشول د مخکېنېو انتخاباتو د پېښو سره د مقاېسی په نظر کې نېولو سره تقرېبا درېمه برخه کم وو او داسی کومه غټه حمله ونشوه.

د ېاغېانو زېاتی حملی د خرپ او ترپ حملی وې او دانتخاباتوپه حوزو کې ېوزاې ېو فېصد له سخت تشدد سره مخ شوی وی. په پاېتخت کابل کې دراکټنو ېوازې ېوه حمله وشوه. دغه کار، د امرېکا د مطبوعاتو ددې نظرپه هکله دا پوښتنه را پېدا کوی چې وايی طالبان چې هرکله اوهرچېرته وغواړی ډېرې سختی حملی کولی شی.

د پارلېمانی انتخاباتو لپاره راېو اچولوته دخلکو حاضرېدل، دتېرکال د جمهوری رېاست نه کم وو. خو دا مسله په امرېکا کې هم عامه ده. دافغانستان دانتخاباو مستقل کومېسېون ووېل چې په ٢٠٠٥ م کال کې د پارلمېان په انتخاباتوکې ۴٠ فېصده راېې ئښځو اچولی وی. هغوی په خاصه توګه دېاغېانو له تهدېد سره مخ دي چې دعمل دازادی دومره څرګندونه ونکړی.

په دغه اندازه باندی په انتخاباتوکې برخه اخېستنه د ددېموکراتېک او سېاسی کولتور پرمختګ ېوه بله نښه ده. افغانستان ېوه تبارز کوونکې دېموکراسی ګڼل کېږی؛ دانتخاباتو دمستقل کومېسېون نطآق نور محمد نور ووېل چی ځاېي او ېوشمېر نړېوال مطبوعات په دې کې په زغرده دا انتقا دکوی چې دانتخاباتو بهېر ځکه کامېاب نه و چې د تقلب ادعاګانی پکې شوېدی.خو په اوسنی امنېت کې داسی پېښی منځته راځی خو د کومېسېنو له لاری ېې تحقېقات کېږی او سمون پکې راځی. همداسبب دی چی په افغانستان کې دانتخاباتو دنتاېجو اعلانول وخت اخلی. د نتاېجو سمدستی اعلان دتقلب فرصت اواغېزې زېاتوی. که چېرې ېوځل ېو کاندېد دګټونکی په توګه اعلان شی بېا ګرانه وی چې وروسته تصحېح شی.

واشنګټن ټاېمز دنورمحمد نور له قوله لېکی دا انتخاباتوبهېر لا بشپړ شوی ندی؛هغه له مطبوعات دېته وهڅول چې په دې هکله خپلې بېانېې محدودی کړی او راېو ورکوونکیوته وخت ورکړی چې هغوی دانتخاباتو د بهېر دمشروعېت فېصله وکړی. دابهېر لا تراوسه پورې دوام لري.

داوسنېو پارلېمانی انتخاباتو له نتاېجونه پرته، ېو حقېقت دادی چې دانتخابات د نورو په پرتله په لږ تشدد اومرګ ژوبله کې ترسره شول. دراېواچولو لپاره هم حوزو ته په مناسبه اندازه خلک راغلی وو ؛ او د ډېر احتساب مسله څرګندوی چې افغانستان د دېوه دېموکراتېک پړاو په لور پرمختګ ته ادامه ورکوی او دېموکراسی پکی دوام موندلی شی.

واشنګټن ټاېمز لېکی چې ښايی دافغانستان دېموکراسی د نېو انګلنډ ددېموکراسی په څېر پړاو ته ونه رسېږی خو ښايی هغی دېموکراسی ته نېژدی شی چی په شېکاګو کې ورته دېموکراسی وېل کېږی.

د فرانسپرېس خبری اژانس د سپتمبر په ٢٢مه لېکی چې دافغانستان اولسی جرګی د انتخاباتودڅارنی موسسه وايی چې دوی ته تقرېبا ۴٠٠٠ زره شکاېتونه ، دانتخاباتو د څرنګوالی په برخه کې رارسېدلی دی. دانتخاباتو چارواکی وايی چې د تېرې شنبی په ورځ 4.3 ملېونو افغانانو راېې واچولی؛ سره له دې چې ېاغېانو د سختو برېدونو ګواښونه کړی وو. فرانسپرېس لېکی چې دامرېکا په مشری قواو په ٢٠٠١ مېلادی کې طالبان له قدرت نه وغورزول او له هغه وخت راهېسی دا پارلېمانی انتخابات په دې هېواد کې دوېم پارلېمانی انتخابات ګڼل کېږی.

د پارلمېانی انتخاباتو د نتاېجود اعلان توقع داکتوبرپه نهمه کېدلی شی. خووروستی نتاېج به د اکتوبرپه دېرشمه باندی اعلان شی.

XS
SM
MD
LG