د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نه د پایپ لاین تیریدل څه ګټه لري، مطبوعات


د افغانستان نه د پایپ لاین تیریدل څه ګټه لري، مطبوعات

د افغانستان نه د پایپ لاین تیریدل څه ګټه لري، مطبوعات

د کرسیچین ساینس مانیتور ورځپاڼی پرون لیکلي وو چی ترکمنستان ، افغانستان، پاکستان او هند به سبا ته د پایپ لاین د غزولو معامله لاسلیک کړي خو ورځپاڼه لیکی چی دغه پایپ لاین به د طالبانو تر ولکی لاندی سیمو نه تیریږی او په دی اړه یی امنیتی اندیښنی راپورته کړی دی.

خو ورځپاڼه لیکی چی د امریکی د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبی او مرکزي اسیا د چارو مرستیالی سوزان ایلییت تیره میاشت په ترکمنستان کی د انرژۍ په اړه په یوه کنفرانس کی وویل چی دغه پایپ لاین به په اقتصادی لحاظ ګاونډی ملکونه له یو بل سره وتړي او د ثبات په راوستو کی به مهمه ونډه ولري ، هغی زیاته کړه چی که څه هم دا یوه اوږد محاله پروژه ده خو ګټی به یی ډیری پریمانه وی او په دی ارزیږی چی په دی اړه دغه څلور ملکونه ډیری هلی ځلی وکړي.

ورځپاڼه لیکی چی دغه پروژه به د ایران لپاره هم یو ګواښ وي ځکه چی ټاکل شوی وه دغه پایپ لاین د ایران نه هند ته د پاکستان له لاری غزیدلئ وای ، اما د امنیتی ملحوظاتو له کبله او د ایران د اټومی پروګرام په سر د امریکا په سخت مخالفت سره دغه د IPI په نامه پروژه د ایران په عوض د د ترکمنستان ، افغانستان، پاکستان او هند ترمینځ د TAPI په نامه لاسلیک کیږی.

ورځپاڼه لیکی چی د افغانستاناو پاکستان جمهور ریسان او د هند د تیلو وزیر به نن په ترکمنستان کی د هغی معاملی په پاتی برخی وغیږی چی تیره میاشت یی پری بحث کړئ ؤ او د ١٧٠٠ کیلومترو په اوږدوالي د دغه پایپ لاین د غزولو تړون به لاسلیک شي.

ورځپاڼه لیکی چی د ٧،٦ میلیارد ډالرو په ارزښت د دغی پروژی له مخي به د ترکمنستان د جنوب ختیځی برخی د دولت آباد نه په کال کی ٣٣ میلیارد کیوبک متره ګاز پاکستان او هند ته چی انر‏ژۍ ته سخت تږی دی ورسول شي.

د ورځپا ڼی په قول امریکا هم دی تړون ته خوشحاله ده چی دا تړون به وکولای شی چی د افغانستان په ثبات او بیا رغونی کی غټه اغیزه ولری.

ورځپاڼه لیکی چی دغه پروژه لومړئ په ١٩٩٠ مو کلونو کی ښوریدلی وه خو په افغانستان او بیا وروسته په پاکستان کی د امنیتی وضعی په خرابیدو سره دغه پروژه وځنډول شوه او په کال ٢٠٠٥ م کی د اسایی پرمختیایی بانک په مرسته د دغی پروژی په اړه د سره غور وشو او ترکمنستان هم چی په اقتصادی لحاظ سیالی روسیی تری زیات تجارتی تړونونه وګټل د دغی پروژی عملی کولو ته ډیر جدی شو.

خو ورځپاڼه د پلاتس په کمپنۍ کی د تیلو او ګازو د ماهر جان رابرت په قول لیکی چی د دغی پروژی په وړاندی ډیر خنډونه موجود دي او دا پروژه د کندهار او هلمند د ناکراره ولایتونو نه تیریږی او رابرت وایی چی آیا په افغانستان کی امنیتی وضع دومره ښه ده چی دکار ګارانو او بیا وروسته د دغه پایپ لاین امنیت ونیولئ شی؟ او وایی چی د دغی پروژی د بندولو لپاره څو دانی راکټونه پکار دي؟

ورځپاڼ لیکی چی د افغانستان حکومت باید دغو اندیښنو ته ځواب ورکړی او لیکی چی د افغانستان حکومت ژمنه کړی چی دغه پایپ لاین به وساتی ، هغوی به محلی خلکو ته پیسی ورکړی چی په دی پایپ لاین باندی پیری وکړی او د دغه پایپ لاین نلونه به ډیر ژور ښخ کړي چی په دی پایپ لاین باندی د حملو احتمال مشکل کړي.

خو ورځپاڼه په لندن کی میشته د نړیوالی امنیتی اداری د غړي ستارټ ګورډن په قول لیکی چی د امنیتی ستونزو سره سره دغه پروژه به مخ ته ولاړه شی او یوازی به د امنیتی ملحوظاتو له کبله یو څه قیمته تمامه شي او د دی پروژی امنیت به د محلی خلکو سره د یو شمیر تړونونو په بنیاد ولاړ وی.

XS
SM
MD
LG