د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړه څنګه ګټل کیدی شي:د فارن افیرز مجلې مقاله


د افغانستان جګړه څنګه ګټل کیدی شي:د فارن افیرز مجلې مقاله
د افغانستان جګړه څنګه ګټل کیدی شي:د فارن افیرز مجلې مقاله

د فارېن افېرز دوه مېاشتنۍ مجله د جنوري او فبروري په تازه ګڼه کې پوښتنه کوي چې دافغانستان جګړه څنګه ګټل کېدلی شی؟

د مقالی لېکوال د پال ډی مېلر دامرېکا دملی دفاع په پوهنتون کې دنړېوالو امنېتی مطالعاتو استاد دی. ښاغلی مېلر د پخوانی جمهوررئېس جورج بش په دوره کې له ٢٠٠٧ م نه تر ٢٠٠٩ م کال پورې دافغانستان او امریکا دملی امنېت دشوری رئېس و. په دغه مقاله کې دهغه خپل نظرېات دافغانستان د جګړ په برخه کې څرګند شوېدي.

پال ډي مېلر په فارېن افېرز کې لېکی " په افغانستان کې بدبېنی اوماېوسی ښه پرېمانه ده. مرګ ژوبله ، دناټو ځانی اومالی زېانونه ، اداری فساد ، دنشه ئي توکېو تولېد، په امرېکا د کې دعامو خلکو له خوانه د جګړې نه منظورونه، بې سابقې کچی ته رسېدلی ده." د پاکستان مشهور خبرېال احمد رشېد ، چې د سېمی ماهرهم ګڼل کېږی، په خپل ترخه اوتوند کتاب Descent Into Chaos کې په 2008 مېلادی کې په افغانستان کې دامرېکا مامورېت ناکام بللی دی. ددغه کتاب دنوم مانا په " بشپړهرج ومرج کې ورښکېل کېدل " کېدلی شی.

سېت جونز د طالبانو پربغاوت باندی دامرېکا ېوماهر استدلال کوی چې امرېکا ېو فرصت لري چې په افغانستان کې له ٢٠٠١ مېلادی نه وروسته بدلون راولي " خو دغه فو ق العاده فرصت ېې ضاېع کړ. "

دامرېکا ددفاع وزېررابرت ګېټس هڅه وکړله چې د ٢٠٠٩ مېلادی کال دجنوری په مېاشت کې چې هغه دسناد وسله والی جرګه ګۍ په مخکی ګواهی ورکوله ، توقعاتوته لازمه پاملرنه وکړی چې بېخی زېات نشی. ګېټس هغه وخت ووېل " که چېرې موږ دداسی اهدافو د سرته رسولو لپاره ځانونه متعهد کړوچې په مرکزی اسېا کې ېو خېالی قصر جوړکړو، نوموږ به دا جګړه باېلو." هغه استدلال وکړ چې هېڅوک په نړۍ کې دغومره وخت، صبر او پېسی نلري.

فارېن افېرز لېکی چې دامرېکا په پالېسي جوړوونکيو ، او عامو خلکو کې دا شک مخ په زېاتېدو دی چی اېا داجګړه ګټل کېدلی شي. د جګړی په برخه کې ارزونه په ډېرو واقعی او باوري اندېښنو باندی ولاړه ده چې بغاوت مخ په زېاتېدودی. په دغو اندېښنو کې، دنشه ېي دواګانو تجارت ، د وباپه څېر اداری فساد او د حکومت داوږدې مودی کمزوري شامله ده.

خو له دې ټولو سره سره هم د ثبات، او بېا رغونی هڅی په افغانستان کې ترهغه نه زېاتی ښې شوېدی چې ډېرخلک ګومان کوی. بدبېن کسان په دې کې ناکام دی چې په دې پوه شی چې افغانستان په ٢٠٠١ م کال څومره بد ناکام شوی و؛ په دې اېساب هغوی اوس ړانده دی چې داوګوري چې په ډېرو برخوکې څومره انکشاف راغلی دی، په خاصه توګه داقتصادي ودې او سېاسی بېارغونی په برخه کې.

بدبېن کسان په دې برخه کې حق په جانب دی چی د طالبانو د بغاوت په زور اخېستلو او دقانون د حاکمېت د کمزوری په برخه کې اندېښنه ولری؛ خو هغوی د بغاوت د زور او کچی د تشرېح کولو په برخه کې له هغه څه نه چې واقعېت دی زېات وايی .

ډېر تحلېل کوونکی چې د جګړی د هڅو په برخه کې انتقاد کوی هغوی هم داسی نتېجی اخېستی دی چې بی لارې کوونکې دي. هغوی دافغانستان له تارېخ نه غېر واقعی او کارتونی نتاېج اخېستی دی. د مثال په توګه هغوی داېساف قواوی د مقدونی سکندر له قواوسره پرتله کوی. د وېلېم الفونسټون او بورېس ګروموف له قواوسره ېې پرتله کوی چې دانتېجه واخلی چې دتارېخ قوانېن خارجی قواوی له دېنه منع کوی چې په افغانستان کې کوم برېالی اقدامات وکړی.

هغوی، دناټو اوامرېکا قواو ته په افغانستان کې له نهه کلن جنګ نه وروس ته ، ډېر وېروونکی خبرداری ورکوی . خوهغوی په دې ټولو خبروکې په ناسمه لاره روان دی.

دافغانستان بغاوت تر ٢٠٠٥ م کال پورې زور نه واخېستی . اواېساف خپله ستراتېژی او تر ٢٠٠٦ م کال پورې نه بدله کړی. دا استدلال هم کېدلی شی چی هغوی د بغاوت ضد ېوه منظمه ستراتېژی تر ٢٠٠٩ مېلادی کال پورې نه وه عملی کړی. دابه ډېره لنډپاري او بې مسوولېتی وي چې دانتېجه واخېستل شی چې نړېواله ټولنه له دغه مامورېت نه ـــ همداسی بې نتېجی ــ په شا شی؛ ځکه چې په کافې اندازه پرمختګ ندی شوی

XS
SM
MD
LG