د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانسان د جګړې په اړه د امریکا د دفاع د وزارت رپوټ


د افغانسان د جګړې په اړه د امریکا د دفاع د وزارت رپوټ

د افغانسان د جګړې په اړه د امریکا د دفاع د وزارت رپوټ

دواشنګټن پوست ورځپاڼه د اپرېل په دېرشمه لېکی چې دامرېکا ددفاع وزارت پنټاګان د جمعی په ورځ په ډېر احتېاط سره دافغانستان د جګړی ېو خوشبېنانه تصوېر وړاندی کړ.

پنټاګا ن وايی په تېرو شپږو مېاشتو کې دافغانستان په جګړه کې د طآلبانو خلاف رېښتونی او محسو س پرمختګ منځته راغلی دی او هغه دا چی هغوی له خپلو سنګرونو نه په جنوبی برخو کې اېستل شوي دی. په دې توګه پنټاګان وايي چې شراېط ددې لپاره چمتو دی چې دامرېکا ېوڅه عسکر په دې اوړي له دغه هېواد نه راوباسی.

پنټګان په خپل هغه رپوټ کې چې دمارچ تراخره پورې د جګړی ارزېابی کوی، او کانګرېس ته ېې وړاندی کړېدی ددغه جنګ ډېر مثبت تصور ېې وړاندی کړېدی. خو سره له دې ېې هم ډېر خبرداری ورکړېدی او په ډېر احتېاط ېې کوشش کړېدی چې د فتحی او ېا د جګړی دګټلو کلېمه استعمال نکړی. په دغه رپوټ کې په عمومی ډول نتېجه ګېری شوېده چې داوباما داداری ستراتېژی په افغانستان کې کار ورکوی.

ددفاع وزارت ېومعتر چارواکی ووېل چې حالات په بنېادی ډول دتغېېر په حآل کې دی. هغه له خبرېالانو سره د نوم دنه ښودلوپه شرط خبری کولی. ددفاع وزارت اوس همداسی مقرره وضع کړېده.

واشنګټن پوست لېکی چې طآلبانو د شنبی په ورځ اعلان وکړ چې دامرېکا په مشرتابه اېتلاف دعسکرو خلاف به په پسرلی کې دېکشنبی دورځی راهېسی برېدونه پېل کاندی. دهغوی په اهدافو کې به نظآمی اډې، کاروانونه او افغان چارواکی شامل وی.

واشنګټن پوست لېکی چې دپنټاګان رپوټ له هغې ارزېابی نه چې سپېنی ماڼی په دې مېاشتکې کانګرېس ته وړاندی کړله، ډېر خوشبېنانه او مثبته لهجه درلودله. د سپېنی ماڼی په رپوټ کې راغلی وو چې طالبانو د افغانستان او پاکستان په سرحد ی سېموکې قوت ترلاسه کړېدی. او ددغو ېاغېانو د ماتولولپاره واضحه لاره نشته ځکه چې هغوی په پاکستان کې پټېږی او دامرېکا اوناټو قواوی هلته ورپسی نه وررسېږی. خو ددی برعکس پنټاګان په خپل رپوټ کې په پاکستان کې دطالبانو د خوندی ځاېونو ېادونه کړېده او وايی چې ډېرکوششونه پکاردی چې دا خوندی ځاېونه وران کړی شی.

پردې سر بېره ، واشنګټن پوست لېکی چې پنټا ګان په خپل رپوټ کې وايی چې په افغانستان کې ښکاره اومحسو س پرمختګ منځته راغلی دی . که څه هم لېکی چې دا پرمختګ لاکمزوری دی ځکه چې سختی جګړی لا په مخکی دی. په داسی حآ ل کې چې طآلبان کوشش کوی جګړی ته زور ورکړی چې له افغان اونړېوالو قواونه د خاوری ېوه برخه بېرته ونېسی.

واشنګټن پوست لېکی دا رپوټ چې د جمعی په ورځ خپور شو، د 2010 م کال د اکتوبر نه نېولی د 2011 م کال د مارچ تراخره پورې، حآلاتو ته په کې کتنه شوېده. پنټاګان وايي په مرګ ژوبله کې په دې موده کې د زېاتوالی سبب دادی چې زښت ډېر عسکر هلته حضور لري او د طالبانو دخوندی ځاېونو خلاف ډېر سخت تهاجمی عملېات سرته رسېږي. له بلی خوانه په ژمي کې هم ډېره ېخنی نه وه.

پنټاګان په خپل رپوټ کې ېو شمېر نېمګړتېاوی هم ېادی کړېدي، په دې کې د عسکري ښوونکېو کموالی شامل دی، دا روزونکي به دافغانستان قواوی تربېه کوی، او هغوی ته به بېا دخارجی قواو له وتلو نه وروسته امنېتی مسوولېتونه ورسپارل کېږی.

جمهوررئېس براک اوباما وايی قواوی به له افغانستان څخه د جولای په مېاشت کې په وتلو باندی پېل وکړی. دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی په دې لړکې 7 سېمی ېادی کړی دی چې په هغوکې به دناټو قواوی افغان قواوته امنېتی مسوولېتونه ور وسپاري.

پنټګان همدرانګه خبرداری ورکوی چې سېاسی ستونزی هم شته دی او ېوه پکې داده چې د افغانستان د حکومت انکشاف ډېرسوکه روان دی اوداکار هغه امنېتی پرمختګونه له خطرسره مخامخولی شی چې تراوسه پورې لاسته راوړل شوېدی.

واشنګټن پوست لېکی چې په دغه رپوټ کې پاکستان ته دومره ډېره توجه نده شوی او ادا ارېانوونکی ده ځکه چې دامرېکا د حکومت د معتبرو نظآمی چارواکېو له خوانه شکاېتونه شوېدی. د اپرېل په 20 مه نېټه باندی هغه وخت چې

دامرېکا ېو جګپوړه نظامی چارواکي، دامرېکا دلوېو درستېزانو دکومېټی رئېس ماېک ملېن ووېل د پاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې دپاکستان د استخباراتو داداری په ښکاره په دې تورنی کړلی چې ېوشمېر غړي ېې دحقانی له ډلی سره ، ډېر ې پخوانی اړېکی لری. دغه ډله د طالبانو سره همغاړی ده او دافغانستان په ختېځ کې د بغاوت مشري کوی.

واشنګټن پوست په پاې کې لېکی چې نن ورځ په افغانستان کې دامرېکا تقرېبا سل زره پوځ موجود دی. مګر اوباما وعده کړېده چې لږترلږه ېوڅه پوځېان د جولای دمېاشتی نه وروسته بېرته خپل هېواد ته راولی. واشنګټن پوست په پاې کې لېکی چې ټاکل شوېده چې دامرېکا غټ قوماندان جنرال پېټرېېس په راتلونکېو څوورځو کې له افغانستان څخه د عسکرو د راوتلوپه برخه کې خاص وړاندېزونه وکړی.

رپوټ په پاې کې لېکی چې پنټاګان وايی دافغانستان ځاېې پولېسو اودکلی امنېتی قواو داثابته کړېده چې د طالبانو په مخنېوکې موثرېت لری. د تېرکال د ډېسېمبر په مېاشت کې جنرال پېټرېېس اعلان کړی و چی د ځاېې افغان پولېسو شمېر به درې چنده کړی اوتقرېبا دېرش زرو ته به ېې ورسوی. پنټاګان وايی چې طآلبان ځاېې پولېسو ته دېوه مهم خطر په سترګه ګوری. ځکه چې هغوی ځاېې خلکو ته واک ورکوی طالبان رد کړی او له حکومت سره ملګری شی.

XS
SM
MD
LG