د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سوریې کې د داعش غړو د کورنیو له کمپ څخه خپل ۱۱ اتباع واېستل


د امریکا متحدو ایالتونو خپل ۱۱ اتباع د سوریې له هغه کمپ څخه انتقال کړل، چې د داعش غړو د کورنیو زرګونه افراد په کې ساتل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور۱۸) وویل چې دا لومړی ځل دی چې په یو ځل په دومره شمېر امریکايي اتباع له دغه کمپ څخه انتقالیږي. په دغو کسانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي چې یو یې هم امرکایي تبع ندی.

امریکا وايي چې په یو بل ماموریت کې یې کاناډا، هالنډ او فنلنډ ته د ۱۱ نورو کسانو د انتقال چارې برابرې کړې.

په ۲۰۱۹ کال کې د داعش ډلې له ماتې وروسته، د سوریې د موکراتیک ځواک پورې تړلیو کردي جنګیالیو د داعش غړو د کورنیو ۳۰زره خلک او تر شک لاندې نور کسان د الهول او ال روج په کمپونو کې ساتلي، چې د ۶۰ هېوادونو اتباع په کې دي.

عراق تر دې دمه خپل سلګونه اتباع له دغه کمپ څخه اېستلي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په دغه کمپ کې د نا انساني وضعیت او ناوړه ګټې اخیستو په اړه راپورونه ورکړي دي. ملګرو ملتونو په دغه کمپ کې د سلګونو کسانو، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.

کردي مقاماتو له بهرنیو هېوادونو څخه په وار وار غوښتي چې خپل وګړي دې له دغه کمپ څخه انتقال کړي، خو دا هېوادونو د ترهګرۍ له ډار او سیاسي فشارونو له کبله اجازه نه ورکوي چې اتباع یې بېرته ورستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغې ستونزې ثابت حل دا دی چې هر هېواد دې خپل اتباع له دغه کمپ څخه وباسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG