د لاس رسي وړ اتصالات

رایس د باندنیو چارو د وزارت د مقام لپاره د ملاحظې د لست نه نوم لیري کړ


په ملګرو ملتونو کې د آمریکا استاځې میرمن سوزن رایٌس خپل نوم د هغه لست نه لیري کړی دی چې د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت د مقام لپاره پرې غور کېږي.

میرمن رایس یو له هغو کسانو نه وه چې ویل کېدل د اوسنۍ د باندنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن پر ځای به خارجه وزارت ته وټاکل شي خو پر نوموړې باندې د جمهوري غوښتونکو له خوا د هغې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د بنغازي د ترهګریز برید د څرګندونو په خاطر نیوکې وشوې.

میرمن رایس د ان بي سي خبري چینل ته پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا به د هغې لپاره د ویاړ ځای وای چې د خپل هیواد خدمت یې کړی وای خو اوس هغه په دې باور ده چې د ملاحظې د لست څخه د خپل نوم د ایسته کولو پریکړه تر ټولو غوره ده ځکه دغه څوکۍ اوس سیاسي شوې ده. ،،ما خپل نوم ایسته کړ ځکه زه په دې آند یم چې دا کار زمونږ د هیواد او ولسمشر دپاره پرځای اقدام دی. دغو مسایلو ته په کتو سره دغه پریکړه زما او زما د کورنۍ لپاره پرځای پریکړه ده.،،

ولسمشر اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په کښي راغلي چې هغه د میرمن رایس پریکړه منلې ده. ولسمشر اوباما وویل چې هغه به د ملګرو ملتونو د استاځې په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي او د کابینې د یوې کلیدي غړې په سترګه به ورته کتل کېږي.


د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکو غړو رایس په دې تورنه کړه چې د بنغازي د تروریستي حملې په هکله یې استخباراتي معلومات غلط تعبییر کړل. نوموړې ویلي وو چې پر قونسلګرۍ باندي برید ناڅاپي برید وو چې د هغو مظاهره کونکو له خوا وشو چې د اسلام د پیغمبر په هکله د یوې ویډیو په خاطر یې مظاهرې کولې. د قونسلګرۍ په دې برید کې څلور آمریکایان ووژل شول چې د امریکا سفیر کریستوفر سټیفنس هم په کښي شامل وو.

سناتور جان مکین چې د رایس سخت مخالف دی وايي چې د بنغازي د برید په هکله کافي شواهد وو چې هغه یو تروریسي برید وو.


ښاغلي مکین پر میرمن رایْس باندي تور ولګوی چې بې کفایته ده او وویل چې هر هغه څه به وکړي چې د نوموړې د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت مقام ته د ټاکل کېدو مخه ونیسي.

د امریکا استخاراتي سرچینو وروسته دا تایید کړه چې پر بنغازي باندي برید تروریستي او مخکي د مخکي پلان شوی برید وو.
XS
SM
MD
LG