رپوټونه وايي روسیې او امریکا په هغه قرار داد موافقه وکړه چې له مخې به یې افغانستان ته یویشت پوځي هلي کوپتری انتقال شي.
د روسیې یوی تجارتي ورځپاڼې نن چهارشنبې د افغانستان د هوايي قواو د قوماندان جنرال عبدالوهاب وردگ د خولې خبر ورکړی چې وايي امریکایانو ورته ویلي چې دا تړون د لاسلیک کیدو په حال کې دی او د کال ترپایه به هلي کوپتری افغانستان ته انتقال شي.
جنرال وردگ وویل د هر هلي کوپتر بیه چې د پیلوټانو روزنه ، د څرخي الوتکې پرزې او ترمیم ټول پکې شامل دي بیه یې اولس نیم ملیونه ډالره ده.