امریکایي فضانورد سکات کیلي په فضایي مرکز کې د ٣۴٠ ورځو له اوسیدنې وروسته د چارشنبې په ورځ د روسي هوانورد میخاییل کورنینکو، سره یوځای ځمکې ته راستون شو.
ښاغلي کیلي د امریکا د فضایي چارو په تاریخ کې د لومړني شخص په توگه نوم ثبت کړ چې په فضا کې یې زیات وخت تیر کړی دی.
کیلي او کورنیکو په دې موده کې د ۲۳۲ میلیون کیلومترو واټن په وهلو سره ۵۴۴۰ ځلې د ځمکې په چارچاپیر گرځیدلي دي او ١٠ زره ٨٨٠ ځلې د لمر د راختلو او ډوبیدلو شاهد وو.
نړیوال فضایي مرکز د شاو خوا ٢٨ زرو کیلومیترو سرعت په لرلو سره – شاوخوا اته کیلومیتره په ثانیه کې – د ځمکې پر مدار څرخي. په دې مفهوم چې په نړیوال فضایي مرکز کې کیدای شي په هرو ٩٢ دقیقو کې یو ځل د لمر د راختلو شاهد اوسو.
روسي سیوز فضایي بېړۍ چې کیلي، کورنینکوف او بل روسي فضانورد سرگي وولکوف په کې سپاره وو د قزاقستان په سیمه ییز وختد چهار شمبې په سهار د هغه هیواد په کنگل شویو دښتو کې ځمکې ته راښکته شول.
د نړیوال فضایي مرکز څخه ځمکې ته د دې درې فضانوردانو سفر درې ساعته وخت ونیو. د ځمکې او نړیوال فضایي مرکز تر منځ واټن شاوخوا ٣٢٠ کیلومیتره دی.
ددې ماموریت هدف پر انسان باندې د اوږدو فضایي سفرونو د اثرونو ارزونه او څیړل وو چې په راتلونکې کې فضا او په ځانگړې توگه د مریخ کرې او د شمسي نظام نورو برخو ته د انسان د څو کلنو سفرونه پروگرامونه جوړ شي.