د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د امریکا او روسیې د ټکر ویره


د کسپین له بحیرې څخه په سوریه کې تر هدف پورې د کروز توغندي لاره
د کسپین له بحیرې څخه په سوریه کې تر هدف پورې د کروز توغندي لاره

په سوریه کې د روسیې هوایي بمبارۍ او د کسپین له بحیرې څخه د کروز توغندیو د ویشتلو نه وروسته، نن په بروکسل کې د ناټو د وزیرانو په غونډه کې د مسکو پر تگلارې سختې نیوکې وشوې.

د ناټو د ائتلاف عمومي منشي ینس سټالټنبرگ خبریالانو ته وویل چې د دوی د غونډې په ایجنډا کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د روسیې الوتکو د ناټو د غړي هیواد ترکیې هوایي حریم نقص کړی دی.

ښاغلي سټالټنبرگ وویل "ناټو د ترکیې په شمول د خپلو ټولو غړیو هیوادونو د دفاع کولو وړتیا او هوډ لري. د همدې ډول گواښونو په وړاندې موږ د ترکیې په شمول په خپلو جنوبي سیمو خپل امکانات او تجهیزات زیات کړي دي."

د امریکا او روسیې د ټکر ویره

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټن کارټر د ناټو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې روسیې د خپل پخواني ملگري اسد د ملاتړ د پاره خپل پوځي تحرکات بې کچې ډیر کړي دي او دغه هیواد به ډیر ژر په دې عملیاتو کې تلفات ورکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټن کارټر په جرمني کې د سرتیرو د لیدلو په مهال
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټن کارټر په جرمني کې د سرتیرو د لیدلو په مهال

ښاغلي کارټر نن په غونډه کې وویل "د روسانو دا کار به پخپله د دوی د پاره ښې پایلې ونلري. په راتلونکو ورځو کې به روسان ددې کار نتیجه وگوري.

تر دې وړاندې یې د چهارشنبې په ورځ په روم کې خبریالانو ته وویل چې امریکا په دې موافقه نه ده کړې چې د روسیې سره د داعش په خلاف جګړې کې همکاري وکړي.

روسیه په دې ټینگار کوي چې دوی په سوریه کې یوازی داعش او نورې سخت دریځې ډلې بمباروي. خو ښاغلي کارټر وویل چې په سوریې کې د روسیې هوايي بریدونه اوس هم «داسې اهداف په نښه کوي چې د داعش سره ارتباط نه لري.»

امریکا او روسیه دواړه بمباري کوي او د نه همکاري په صورت کې ددې ویره شته چې د دوی هوایی ځواکونو د یو بل سره ټکر وکړي.

د بشارالاسد اطمینان

بل لوري ته د سوریې لوی درستیز جنرال علی ایوب پر داعش باندې د پراخو ځمکنيو عملیاتو د پیلویلو اعلان وکړ. د بشارلاسد د دفاع وزارت وایي چې حکومتي ځواکونو د روسیې د هوایي بریدونو او د کسپین له سمندرګي نه د ویشتل شویو کروز توغندیو په مرسته د پام وړ پرمختگ کړی دی.

جنرال ایوب زیاته کړه "د روسیې له هوايي بریدونو نه وروسته چې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو د جګړې وړتیا یې کمه کړه، د سوریې وسله والو ځواکونو نن یو پراخ برید پیل کړ چې ترهګرې ډلی له منځه یوسي او هغه ښارونه آزاد کړي چې د داعش په واک کې دي."​

په تیرو ٢۴ ساعتونو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په عراق کې اتلس ځلې او په سوریه کې دوه ځایونه بمبار کړي دي. روسیه وایي چې د دوی الوتکو په سوریه کې د اسلاممی دولت یا داعش ٢٧ مرکزونه په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG