د لاس رسي وړ اتصالات

ګیپس: د روسیې سره به د ستراتیژیکو وسلو تړون سږکال تصویب شي


ګیپس: د روسیې سره به د ستراتیژیکو وسلو تړون سږکال تصویب شي
ګیپس: د روسیې سره به د ستراتیژیکو وسلو تړون سږکال تصویب شي

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما پلان لري چې نن د پنجشنبې په ورځ د دواړو ګوندونو د پخوانیو ډیپلوماتانو او دفاعي مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري او د روسیې سره به د اټمي وسلو د کمښت پر تړون ورسره خبري وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور ریْس به د سټارټ یا ستراتیژیکو وسلو د کمښت تړون پر تصویب باندي ټینګار وکړي چې د روان کال ترپایه پوري تصویب شي دا په داسي حال کې ده چې د دې تړون سره په سنا کې یو مهم سناتور مخالفت لري.

جمهوري غوښتونکی سناتور جان کایل چې د دې موضوع په باب د جمهوري غوښتونکو په استاځیتوب منځګړويتوب کوي، پردې اصرار کوي چې پر دغه تړون باندي دي په نوي کانګرس کۍ رای ګیري وشي.

په عین حال کې د سپینې مانۍ ویاند رابرت ګیپس د چارشنبې په ورځ وویل چې د آمریکا حکومت مطمین دی چې دا تړون به د روان کال تر ختمیدو پوري تصویب شي.

XS
SM
MD
LG