د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې اړیکې د ښه کېدو په درشل کې


د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مسکو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل
د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مسکو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل

د یوکراین پر سر د امریکا او روسیې اړیکې دومره خرابې شوې وي لکه څومره چې د سړې جګړې پر وخت وې. خو روسیې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سفر او د ولسمشر ولادمیر پوتین سره تر ملاقات وروسته یو ځل بیا داسې هیلې پیدا شویدي چې ښایي د دواړو هیوادونو اړیکې یو ځل بیا تودې شي.

د سیاسي چارو مبصرین پدې باور دي چې د ښاغلي پوتین او ښاغلي کیري ملاقات چې څلور ساعته یې دوام وکړ، ښایي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د راشې درشې د زیاتوالي سبب شي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې په یو شمیر مسایلو کې لا هم د واشنګټن او مسکو تر منځ ښکاره مخالفت شته دی، لکه په یوکراین کې روان حالت.

د دغو مخالفتونو سره سره، د دواړو هیوادونو ولسمشران په منظم ډول په ټیلیفون کې خبرې کوي او جګپوړي دیپلوماتان یې هم په کافي اندازه ناسته ولاړه لري.

په مسکو کې د کارنیګي په مرکز کې څیړونکی دمیتري ترینین وایي چې د ښاغلي پوتین سره مخامخ خبرې اترې کول پدې خاطر زیات اهمیت لري چې هغه په کرملین کې د پریکړې کولو اصلي سړی دی.

" زه دا تمه نلرم چې د دواړو هیوادونو اړیکې به نرمې شي ځکه چې زه فکر کوم هغوي جدي مخالفتونه لري. دا ستونزې په یوه ملاقات کې نه حل کیږي او ډیر څه باید چې وشي. خو مهمه دا ده چې اوس خبرې اترې په لوړه کچه شروع شوې. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په 2013 کال کې هم د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره کتلي و خو کله چې روسیې د امریکا د ملي امنیت د ادارې یو قراراداي، ایډوراډ سنوډن ته پناه ورکړه، د دواړو هیوادونو اړیکې بیا سستې شولې. ایډوراډ سنوډن د امریکا د جاسوسۍ په اړه محرم معلومات افشا کړل او وروسته بیا مسکو ته وتښتید او هلته ورته سیاسي پناه ورکړل شوه.


خو رپوټ وایي د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم پسې هغه وخت خړې پړې شوې، کله چې روسیې د یوکراین د کریمیا سیمه د ځان سره ونښلوله او د بیلتون غوښتونکو سره یې پوځي ملاتړ شروع کړ.

ښاغلي ترینین وایي چې د مسکو او واشنګټن پڅو اړیکو په سوریې کې د سولې په هلو ځلو هم اغیز کړی. ترینن وایي داسې فکر کیده چې د مسکو او واشنګټن اړیکې به تر دې اندازه ښې شوې وای چې په سورېې کې د روغې جوړې او جګړو د پای ته رسولو لپاره به ترې ګټه اخیستل شوې وی، خو له بده مرغه چې پدې دوه کالو کې هیڅ هم ونشول.

سره لدې چې مسکو او واشنګټن په یوکراین کې د جګړې د پیل کیدو پر سره اختلافات لري، خو دواړه یې پدې باور دي چې یاغیانو او د کیف حکومت د اوربند نه سرغړاونه کړیده او ژمنه یې وکړه چې د خپل اثر او رسوخ نه په ګټې اخیستو به کوښښ وکړي چې په هغه هیواد کې جګړې ختمه کړي.

د دفاعي چارو کارپوه، پاول فیل ګینهاور چې په مسکو کې د ګزیتا ورځپاڼې لپاره لیکنې هم کوي، وایي چې مسکو دیته ضرورت نلري چې په یاغیانو د خپل اثر او رسوخ نه کار واخلي ، ځکه چې یاغیانو ته امر د همدې ځای نه کیږي.

" په یوکراین کې بیلتون غوښتونکي یاغیان تر یوه حده ګوډاګیان دي او په مستقیم ډول د روسیې د پوځي قوماندې لاندې دي. د هغوي ټول لوژستیکي مواد د روسیې پوځ ورته برابروي. هغوي یوازې هغه څه کوي، چې قومانده یې ورته کیږي. هغوي د مسکو په خوښې ډزې کوي او د مسکو په خوښې ډزې بندوي. "

خو د دغو شواهدو سره سره، د روسیې چارواکي دا نه مني چې ګواکې هغوي یاغیانو ته وسلې ورکوي او یا عسکر هلته د جګړې لپاره لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG