د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د امریکا د نویو بندیزونو ځواب به ورکړي


د امریکا د متحده ایالاتو له لورې پر مسکو باندې بندیزونه د روسیې سره د کریمیه له یوځای کیدو وروسته ولږول شول
د امریکا د متحده ایالاتو له لورې پر مسکو باندې بندیزونه د روسیې سره د کریمیه له یوځای کیدو وروسته ولږول شول

د روسیې جمهوري ریاست د چارشنبې په ورځ وویل چې پر روسیې باندې د امریکا د متحده ایالاتو تازه بندیزونو د دواړو هیوادونو اړیکې تاواني کړي او مسکو په خپل تدبیر سره ځواب ورکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف، خبریالانو ته وویل "تاسف کوو چې واشنگټن ورانوونکې لارې ته دوام ورکوي ... زمونږ په اند دا ډول چلند دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي او روسیه به په لازمو تدابیرو ځواب ووایي".

د امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ هغه بندیزونه چې په ٢٠١۴ کې یې له روسیې سره د کریمیه جزیرې له یوځای کیدو وروسته پر روسي شرکتونو او سوداگرو لگولي وو، نور هم پراخ کړل.

ددغو بندیزونو په لړ کې د امریکا د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ اوه روسي سوداگر او د هغه هیواد څو شرکتونه د بندیزونو په لیست کې زیات کړل او امریکایي شرکتونه او امریکایان یې له هغوی سره له راکړې ورکړې منع کړي دي.

پر روسیې باندې د امریکا بندیزونه په داسې حال کې پراخیږي چې ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس باراک اوباما پوره یوه میاشت وروسته واک د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته سپاري.

خو څرگنده نه ده چې دغه بندیزونه به د ښاغلي ټرمپ په حکومت کې چې څو ځلې یې د روسیې سره د اړیکو په ښه کولو ټینگار کړی دی، هم دوام وکړي او که نه.

XS
SM
MD
LG