د لاس رسي وړ اتصالات

سنوډن ته د پناه ورکول او د امریکا غبرګون


د ولسمشر اوباما حکومت وايي چې د روسیې د هغه اقدام له وجې سخت مایوسه شوی دی چې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن ته یې په روسیې کې موقته پناه ورکړې ده.

سنوډن د پنجشنبې په ورځ د ماسکو د هوايي ډګر څخه د یوې میاشتې وروسته دباندي ووتی. د هغه مدافع وکیل وايي چې هغه ته په روسیې کې د یوه کال د اوسیدو اجازه ورکړل شوې ده او دا چي هغه یوه مخفي ځای ته انتقال شوی دی.


د هغه روسی مدافع وکیل وايي چې سنوډن په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مطبوعاتو سره خبرې وکړي خو دا کار به هله وکړي چې کله په خپل نوي ځای او چاپیرال کې ځای پر ځای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سنوډن په برخه کې د وروستیو انکشافاتو وروسته امریکايي چارواکي اوس د ولسمشر اوباما او د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین پر ټاکل شویو لیدوکاتو باندي د سره غور کوي چې ویل کېږي راتلونکې میاشت به په ماسکو کې دایر شي. ښاغلي کارني وویل چې کریملن د امریکا واضیح غوښتې په عامه او په پټه رد کړې او سنوډن یې امریکا ته ونه وسپاری چې محاکمه یې کړي.
XS
SM
MD
LG