د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د وسلو د کمولو نوی تړون لاسلیکوي


امریکا د وسلو د کمولو نوی تړون لاسلیکوي

امریکا د وسلو د کمولو نوی تړون لاسلیکوي

ټاکل شوې ده چې د امریکا د مشرانو جرگه به د روسیې سره د اټومي وسلو د کمولو لپاره د سټارټ معاهده منظوره کړي. ددې معاهدې منظورېدل د جمهور رئیس بارک اوباما د حکومت لپاره په خارجي سیاست کې ېوه ډېره غټه کامیابي گڼل کېږي.

هیله کېږي چې د مشرانو جرگه به نن د چهارشنبې په ورځ د ستراتېژیکو وسلو د کمولو دا تړون نن منظوره کړي. د تړون د منظورۍ په لاره کې پروت ېو غټ خنډ وروسته دهغې لېرې شو چې په مشرانو جرگه کې د جمهوري غوښتونکي گوند ١١ غړي د ډیموکراټانو سره ملگري شول او په دې موضوع باندې یې اوږد بحث پای ته ورسوه.

دا نوې موافقه به د اټومی وسلو د کمولو لپاره د دواړو ملکونو ترمنځ د زړې موافقې ځای ونېسی.

که څه هم د جمهوري غوښتونکي گوند یو شمېر مشران ورسره مخالفت لري، د امریکا د دفاع د وزارت ېو شمېر موجوده او پخواني لوړ رتبه ماموران او خارجه وزیران ددې موافقې د توثیق کولو ملاتړ کوي.

ددې موافقې په اساس به دامریکا او روسېې د اټومي وسلو دجبه خانو لپاره یو ټاکلی حد وټاکل شي او د یو مشترک سېسټم له مخې به دواړه خواوې وکولی شي چې یو د بل اټومي جبه خانې معاینه کړي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وايي چې دا تړون دامريکا د ملي امنیت لپاره لومړیتوب لري.هغه د مشرانو جرگې د غړو د قانع کولو لپاره ډېر زیات کوښښ وکړ.

خو د جمهوري غوښتونکي گوند یو گڼ شمېرمشران چې ددې موافقې سره یې سخت مخالفت ښوده وايې چې د امریکا دفاعي قوت به کم شي.

د دې موافقې له مخې دواړه هېوادونه حق لري چې ١٥٥٠ ستراتېژېکې اټومي وسلې ولري. په ٢٠٠٢ مېلادي کال کې دواړو خواو د اټومي وسلو په زېرمو کې دېرش په سلو کې د کموالې پرېکړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG