د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري مسکو ته ځي


اتریش، نومبر ١۴، ٢٠١٥: د متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځوابوي
اتریش، نومبر ١۴، ٢٠١٥: د متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځوابوي

ټاکل شوې ده چې ښاغلي کیري په دې اونۍ کې مسکو ته سفر وکړي او د سوریې او اوکراین د شخړو په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

روسیې ته د ښاغلی کیري دا سفر د می له میاشتې راوروسته دوهم سفر دی چې د سوريې د بحران او په اوکراین کې د روسيې د مداخلې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وشي.

د سوریې په اړه له روسي چارواکیو سره د هغه خبرې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ددې هیواد د بحران د پای ته رسولو لپاره پوځي او دیپلوماتیکي هڅې روانې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د دوی هدف د داسې یوه انتقال زمینه برابرول دي چې ټولې خواوې یې ملاتړ کوي. کېري زیاته وي "یعني یوه متحده سوریه، یوه سوریه چې په راتلونکې کې د داسې ټاکنو له لارې خپله مشري وټاکي چې د ملګرو ملتو له خوا به يې څارنه کیږي."

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ایتلاف او روسیې دواړو په سوریه کې د تندلارو پر اهدافو هوايي بریدونه ترسره کړي دی، د روسیي له خوا نه د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.

د سیاسي چارو شنونکي ایلی اباوون چې د سکایپ له لارې یې خبرې کولې وویل داسې اندیښنې موجودې دي چې د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره به هره هڅه به محدوده بڼه ولري.

ښاغلی اباوون زیاته وي "د اسلامي دولت له ډلې سره له جنګ کولو پرته، زه په سوریه کې د متحده ایالاتو او روسیې په اجنډا کې ډیر کم مشترک ټکي وینم.

ملګري ملتونه وايي په اوکراین له ۲۰۱۴ کال راهیسې له کله نه چې د روسیې پلوه یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جنګ پیل شوی له نهو زرو زیات کسان وژل شوي.

په اوکراین اختلاف

په ختیځ اوکراین کې دولتي سرتیری پر روسیه پلوه یاغیانو ډزې کوي
په ختیځ اوکراین کې دولتي سرتیری پر روسیه پلوه یاغیانو ډزې کوي

​ښاغلي کیري په داسې وخت کې مسکو ته ځي چې په اوکراین کې له اوربند څخه د سرغړونو نښې نښانې لیدل کیږي.

په اروپا کې د متحده ایالاتو د پوځ قوماندان ډګر جنرال بن هوجز وایي "د سپتمبر د میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې، په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی."

دغه امریکایي جنرال زیاته وي چې دواړو خواوو له اوربند څخه په سلهاوو سرغړونې کړي چې ډیرې یې د روسيې له خوا شوي.

په روانه میاشت کې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ښاغلي کیري له روسیې نه یو ځل بیا وغوښتل چې د اوکراین په ختیځ کې د جنګ د بندیدو لپاره هغه نړیوال تړون رعایت کړي چې له اوکراین څخه د روسیې د درنو وسلو ویستل هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG