د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي سوریه کې له الاسد پرته نظام غواړي


د سوریې د جګړې څلورنیم کاله کیږي او په زرګونه خلک یی وژل شوي دي
د سوریې د جګړې څلورنیم کاله کیږي او په زرګونه خلک یی وژل شوي دي

د روسیې د پارلمان یو پلاوي د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۵) په دمشق کې د جمهور رییس بشاالاسد سره لیدنه وکړه. د سورېی دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې جمهور رېیس الاسد پدې لیدنه کې پدې ټینګار درلود چې د سورېې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت مصونیت یوازنې لار داده چې ترهګرې ډلې له منځه یوړل شي.

د سورېی جمهور رېیس بشارالاسد یوځل بیا نن یکشنبې (اکتوبر۲۵) وویل خپله ټوله پاملرنه په خپل هیواد کې د تروریستانو د منځه وړلو ته جلبوي او وایي همدا کار به هغه سیاسي حل ته لاره هواره کړي چې د سورېې ولس غواړي په خپله خاوره کې څه باندې څلور نیم کلن بحران ختم کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپلې دولتي رسنۍ ته ویلي چې دا د متحده ایالاتو لویه تیروتنه وه چې په سوریه کې یی د سخت دریځۍ په وړاندې د مسکو سره د مبارزې هماهنګي رد کړه.

همدا نن په سوچي ښار کې د خبرو پرمهال ښاغلي لاوروف وویل: روسیه ددی هماهنګۍ لپاره پوره تیاره وه ترڅو د سوریې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د یوسیاسي بهیر پیل کیدو لپاره لاره برابره کړي.

لاوروف پدې باور دی چې په سوریه کې د وضعیت په اړه اصلي درک رامنځ کیدونکی دی، او وی ویل دا کارورته ددی توقع پیدا کوي چې په نژدې راتلونکې کې ددی سیاسي بهیر لپاره اقدام وکړي او ترڅنګ یی د ټولو بهرنيو اړخونو په قوت د سورېې مشران په یو میز مذاکراتو ته کینول شي.

هغه داهم وویل چې ټولې غاړې باید په سوریه کې پارلماني او د جمهوري ریاست ټاکنو ته هم تیاری ونیسي. وسله والو مخالفینو د روسیې دا نظر رد کړ چې وايي په سوریې کې دې انتخابات وشي. دوی شک لري چې دغه ستراتیژي په قدرت کې د بشارالاسد د ساتلو لپاره ده.

خو ښاغلی لاوروف وایي روسیه دیته هم تیاره وه چې د داعش په مقابل کې د سورېې د آزادۍ د لښکر سره کمک وکړي.

بلخوا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په ګډه داسی اراده لري چې د سورېې جګړه دیوې انتقالي کمیټې په تشکیلولو ختمه کړي. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل دا کمیټه به یو اساسي قانون لیکي او په ملي کچه به ټاکنو ته تیاری ونیسي. د سعودي د بهرنیوچارو وزیر وایي « خبرې پدې متمرکزه وې چې د دواړو غاړو په خوښه یوه د حل لاره پیدا شي او د ژنیو د منشور د تطبیق په رڼا کې په سوریه کې یوه انتقالي کمیټه ایجاد شي چې وکړې شي د سورېی اردو او ملي ادارې وساتلې شي»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سعودي عربستان، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په ویانا کې پدې مقصد لیدنه وکړه چې په سوریه کې د سیاسي انتقال لارې چار پیدا کړي.

داسی توقع کیږي چې دوﺉ به یوځل بیا راتلونکې اونۍ پدې موضوع لیدنه او غور وکړي.

ښاغلي کیري د اکتوبر په یویشتمه د اتریش پلازمینې ویانا ته سفر پیل کړ چې د ترکېې، روسیې او سعودي د خارجه وزیرانو سره د سورېی د بحران ترڅنګ په نورو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړي.

په سورېه کې وسله وال یاغیان د خپلو خارجي ملاتړو، چې سعودي عربستان پکې شامل دی، د نظامي کمکونو غوښتنه کوي چې د سورېی د حکومتي ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړې شي. د سورېې د ازادۍ لښکر ته مهمات او اکمالات د اردن او ترکېې له لارو کیږي.

د سورېې هغه وسله واله یاغي ډله چې د امریکا په شمول د لویدځ او سعودي نه کمک ترلاسه کوي، نن ادعا کړې چې په حلب ښار کې یی د روسیې یوه بی پیلوټه الوتکه ویشتلې او سقوط یی ورکړې.

د روسیې د دفاع وزارت وایي د هغوﺉ جنګي جټ الوتکو د شنبې د سهاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په حلب، دمشق، عدلیب، لاتاکیا، او حما کې د ۳۳ هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴۹ ځایونه ویشتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي وزیر جان کیري د شنبې په ماښام په ریاْض کې د سعودي پاچا سلمان سره لیدنه لرله او دواړو غاړو ددی ترڅنګ چې په سورېه کې د ټولو غاړو په ګډون د سیاسي حل هڅې د جمهور رېیس اسد د مشرتابه په غیر مني، ترڅنګ یی دا ژمنه بیا وکړه چې همزمانه به د اسد مخالفو وسله والو یاغیانو ته خپل کمک هم رسوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG