د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د باسټن د پېښې وروسته د همکارۍ ژمنه کړې


د باسټن له بمي چاودنو ورو سته روسیې او امریکا ژمنه کړیده چې له یوبل سره د ترهګرۍ دمسایلو په برخه کې نژدې همکاري وکړي. سپینې ماڼۍ اوکریملین په یوه ویناګانو کې ویلي دي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د شبنی په ورځ په ټلیفون خبرې وکړلې. دا خبرې د باسټن دبم چونو د دویم مشکوک له نیول کېدلو نه وروسته وشوې.

د روسېې ولسمشر پوټین د امریکا ولسمشر براک اوباما ته دباسټن په پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو خلګو په خاطر خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندي کړل.

دکریملین په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې ښاغلي پوتین غوښتل چې په هغو لار و چارو د امریکايي انډول سره خبرې وکړي چې دواړه هیوادونه څنګه کولای شي چې دامنیتي مسایلو په برخه کې خپل همکاري لازیاته کړي.


سپېنه ماڼۍ وايي چې ولسمشر براک اوباما دترهګرۍ په برخه کې د کریملین دنژدې همکارۍ څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې وستایه.



XS
SM
MD
LG