د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني هم د داعش پر ضد جگړې ته وردانگي


ټاکل شوې چې د جرمني پارلمان د چارشنبې په ورځ ددې طرحې په اړه رای ورکړي.
ټاکل شوې چې د جرمني پارلمان د چارشنبې په ورځ ددې طرحې په اړه رای ورکړي.

د جرمني کابینې په سوریه کې د داعش پر ضد د پوځي ایتلاف سره د یوځای کیدو له طرحو نن ملاتړ وکړ، او ټاکل شوې چې دا موضوع سبا د چارشنبې په ورځ د دې هیواد په پارلمان کې مطرح شي.

ټاکل شوې چې جرمني خپلې تورنیدو اکتشافي جت الوتکې، سونگ رسونکې الوتکې او د ١٢٠٠ سرتیرو یوه پوځي قوه سیمې ته ولیږدوي.

د جرمني پارلمان د چارشنبې په ورځ ددې طرحې په اړه رای گیري کوي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د ترکیې او روسیې ترمنځ د تاوتریخوالي د راکمیدو غوښتنه وکړه د سوریې د کړکیچ د سیاسي حل لپاره یې پر یوې متحدې جبهې ټینگار وکړ.

ښاغلي اوباما د ترکي ځواکونو له لورې د روسي الوتکې د راپرزیدو په نتیجه کې رامنځ ته شوي تاوتریخوالي ته په اشارې وویل چې داعش د ټولو گډ دښمن دی او د هغه په وینا باید دغې گواښ ته باید پاملرنه وشي.

ښاغلي اوباما دغه خبرې د پاریس د اقلیم د غونډې په څنډه کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان سره په کتنه کې وکړې.

ترکیه وایي چې د روسیې سوخوی ۲۴ ډوله الوتکې د ترکیې پر هوایي حریم تیری کړی و او د ترکي پوځیانو خبرداري ته یې پام نه و کړی، خو روسیه ټینگار کوي چې الوتکه یې د ترکیې هوایي قلمرو ته نه وه ننوتلې. ددې پیښې وروسته روسیې پر ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه ولگول.

ښاغلي اوباما ویلي دي چې امریکا د ترکیې له حق څخه چې د خپل هوایي حریم دفاع یې کړې ملاتړ کوي او د ترکیې امنیت او د خاورې یشپړتیا ته ژمن دی.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان هم د سیمې د ستونزو د حل لپاره د دیپلوماسۍ غوښتونکی دی او وایي چې باید د تاوتریخوالي مخنیوی وشي او په هره بیه چې وي سوله باید په سیمه کې ټینگه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې تیره اونۍ د ترکیې له خوا د روسي الوتکې پر ویشتلو خواشیني څرگنده کړه او د کریملن له مشر څخه یې ددې پیښې پر سر د ترکیې سره د تاوتریخوالي د راکمیدو غوښتنه وکړه.

بارک اوباما او ولادیمیر پوتین په پاریس کې د ملگرو ملتونو د اقلیم د نړیوالې غونډه په څنډه کې د ٣٠ دقیقو لپاره سره وکتل.

د امریکا او روسیې جمهورو رئیسانو په سوریه کې د روانې جگړې پر جزیاتو سره خبرې وکړې او دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې د سوریې څلورنیم کلنه جگړه سیاسي حل ته اړتیا لري.

له بلې خوا د پاریس د اقلیم د کنفرانس په ترڅ کې جمهور رئیس پوتین د ترکیې د جمهور رئیس سره له لیدنې کتنې ډډه وکړه او انقره یې په دې ملامته کړه چې روسي الوتکه یې په دې خاطر ویشتلې چې د اسلامي دولت د ډلې له خوا ترکیې ته د استول شویو تیلو ساتنه وکړي.

د پوتین ددې ادعا د ردولو په ترڅ کې د ترکیې جمهور رئیس ویلي دي چې که دا ادعا ثابته شي له وظیفې به استعفا وکړي. هغه دا هم ویلي دي چې ترکیه به د روسیې څخه د الوتکې د پرزولو په خاطر بخښنه ونه غواړي.

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا او روسیې مشرانو د سیاسي حل او د یو اوربند د رامنځ ته کیدو لپاره د اتریش په مرکز ویانا کې د سوریې په خبرو کې د پرمختیاو په رامنځ ته کیدو خبرې وکړې، خو د اوباما او پوتین نظر د بشارالاسد د راتلونکې په اړه سره یو نه و.

XS
SM
MD
LG