د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: مونږ د اوکراین په کړکېچ کې لاس نلرو


روسیې د کریمیا د سیمې پوځي اشغال بشپړ کړی دی په داسي حال کي چي په اوکراین کي کړکیچ ادامه لري. داسي ریپوټونه هم خپاره شوي دي چي روسیه د اوکراین سره په سرحد کي خپل پوځ زیاتوي. په عین حال کي لویدیځ مشران د بحران د حل د پاره د ډيپلوماتیکي حل لارې غوښتنه کوي او وايي چي په سیمه کي وضعیت باید عادي سي.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د خپل روسي انډول ویلادمیر پوتین څخه وغوښتل چي د اوکراین د خپلواکۍ اوځمکمنۍ بشپړتیا د ماتولو دپاره دي په نورو اقدماتو لاس نه پوري کوي.

دواړو مشرانو د اوکراین د کړکیچ په هکله پر ټلفون باندي خبري سره وکړې.

د جمعې په ورځ د سي بي اس تلویزوني چینل سره په مرکې کي ښاغلي اوباما وویل چي روسیه باید خپل هغه ځواکونه چي په دې ورستیو کي یې د اوکراین سره په سرحد کي ځای پر ځای کړي دي لیري کړي. ولسمشر اوباما داسي وویل ،،زه فکر کوم چي دا ټولو ته معلومه ده او ټول یې مني چي د پوځي تمریناتو په پلمه په سرحدي سیمه کي روسي قواووې ځای په ځای کېږي. دغه راز اقدامات په عادي حالت کي روسیه نه کوي. ښايي د دې اقداماتو هدف دا وي چي اوکراین تهدید سي او یا هم روسیه نور پلانونه لري. په دواړو صورتونو کي هغه څه چي مونږ اړتیا ورته لرو هغه دا دي چي په سیمه کي وضیعت بیرته آرامه سي او د دې دپاره باید روسیه د سرحدي سیمې څخه بیرته خپل ځواکونو وباسي او د اوکراین د حکومت سره مخامخ مزاکرات وکړي.،،


د یادونې وړ ده چي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د قضیې پر ټولو خواوو باندي غږ کړی دی چي وضعیت دي عادي حالت ته ستون کړي ځکه د هغه په وینا دغه ډول وضیعت د ملګرو ملتونو پاملرنه د مهمو مسایلو څخه اړوي. هغه داسي وویل ،،زه ډیر اندېښمن یم چي د اوکراین د وضیعت له کبله په نړیواله ټولنه کي درارونه کولای سي چي زمونږ هغه وړتیا راکمه کړي چي نورو بحرانونو، بیړنیوو حالاتو او مهمو مسایلو ته رسیدګي وکړو.،،

د تورې بحیرې څخه اوکرایني پوځیان وتلي دي

په عین حال کي بیا په ملګرو ملتونو کي د روسیې سفیر ویتلالي چرکین هغه تورونه رد کړل چي وايي ماسکو د اوکراین په نارامه وضیعت کي نقش لري. نوموړي په نیویارک کي خبریالانو ته وویل چي دا د اوکراین د خلګو مربوط ده چي په خپل هېواد کي نظم رامنځ ته کړي. هغه داسي وویل،،وسله والې ډلې باید خلع سلاح سي، افراطیان باید کنټرول سي او تر ټولو مهمه دا چي باید د اساسي قانون یوه پروسه طی سي او باید د اساسي قانون غونډه رامنځ ته سي او ددې غونډې پریکړې باید ریفورینډم ته وړاندې سي.،،

په داسي حال کي چې د اوکراین پر مسلې باندي بهرنیوو مشرانو بحثونه وکړل، دننه په اوکراین کي ددغه هېواد پارلمان چي د ښې لاس لاریون کونکي په کښي نفوذ لري د هغه تحقیاتو مخه یې ونیوله چي د ښي لاس د یوه مطرح مشر د وژلو په هکله پیلیدونکي وو. هغه تیره اونۍ ووژل شو.


د اوکراین موقت ولسمشر الیکساندر تورچینوف د روان وضیعت څخه نارضایتي څرګنده کړه. هغه داسي وویل ،،اوسنی وضیعت به د هېواد دپاره ډیر زیات مشکلات رامنځ ته کړي. دا زمونږ د هېواد د ګټو پرضد لاره ده. د دې لارې په لړ کي هغه زیاتی کونکي، حمایت کېږي چي زمونږ د هېواد په سرحدي سیمو کي قواووې ځای پر ځای کوي.،،

په عین حال کي د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو ولسمشر پوتین ته ریپوټ ورکړی دی چي د تورې بحیرې د ټاپو څخه د اوکراین ټولې قواووې وتلي دي. ولسمشر پوتین امر کړی دي چي ټول نظامي توکي چي د اوکرایني ځواکونو ځخه نیول شوي دي بیرته دي اوکراین ته ورکړل سي چي په کښي ټانکونه، جنګي اولوتکې او پوځي موټرې شاملې دي.
XS
SM
MD
LG