د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د امریکا نوې پوځي تګلاره پارونکې بولي


پیسکوف: د امریکا نوې پوځي ستراتیژي به "په مشکل سره د دوه اړخیزو اړیکو د نورمال کیدو سره مرسته وکړي".

پیسکوف: د امریکا نوې پوځي ستراتیژي به "په مشکل سره د دوه اړخیزو اړیکو د نورمال کیدو سره مرسته وکړي".

روسیې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ختیځې اروپا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې پوځي تګلاره پارونکې ده او د مسکو او واشنګټن تر منځ ترینګلې اړیکې به ښې نکړي.

د پخوانۍ سړې جګړې د دواړو سیالانو اړیکې د اوکراین پر سر خړې پړې شوي او امریکا او اروپايي متحدینو یې پر روسیې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا پوځي ستراتیژي چې د چارشنبې په ورځ پنتاگون خپره کړه وایي، روسیې په وار وار ښودلې چې د خپلو گاونډیانو حاکمیت ته درناوی نه لري او غواړي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له زور نه کار واخلي.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف د متحده ایالاتو ددغه سند د محتویاتو په اړه خپگان څرگند کړی او ویلي یې دي چې دا سند د " ټکري چلند ښکارندوی دی او زمونږ د هیواد په وړاندې په کې هیڅ ډول واقع بیني نشته".

ښاغلی پیسکوف په یو خبري کنفرانس کې وویل " البته چې دا به په مشکل سره د دوه اړخیزو اړیکو د نورمال کیدو په لور مرسته وکړي".

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د روسیې له خوا تیر کال د اوکراین د کریمیا ټاپو له نیولو وروسته پر هغه هیواد باندې بندیزونه ولگول او دا هیواد یې په ختیځ اوکراین کې د روسیې پلوه جلا غوښتونکو سره د وسلو او سرتیرو په مرستې کولو ملامت کړ.

د متحده ایالاتو نوې پوځي ستراتیژي وایي " د روسیې پوځي فعالیتونه په مستقیمه توگه او نماینده ځواکونو له لارې سیمه ییز امنیت خرابوي".

مسکو د اوکراین جدایي غوښتونکو ته د سرتیرو او وسلو له استولو څخه انکار کوي او لویدیځ په دې ملامتوي چې د ٢٠١۴ کال په فبرورۍ کې یې د اوکراین د روسي پلوه جمهور رئیس د پرزولو لپاره د کودتا دسیه کړې وه.

XS
SM
MD
LG