د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سعودي د 30 میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري


امریکا په سعودي د 30 میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري
امریکا په سعودي د 30 میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري

د امریکا لخوا په سعودي عربستان باندې د F-15 پرمختللو جنګي جیټ الوتکو او نورو عصري وسلو د خرڅولو په پلان باندې د تیر یوه کال راپدیخوا کار شویدی.

په رسمي ډول د وسلو خرڅولو دجزیاتو د په ډاګه کولو نه دا مالومیږي چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپل یوه مهم ملګري سره څومره نږدې همکاري لري پداسې حال کې چې ایران ګواښ کړیدی د کښتیو د تګ راتګ یوه مهم لار به وتړي.

ایران د همدې اونۍ په سر کې خبرداری ورکړی ؤ که چیرته د امریکا په لارښوونې د نړیوالو بندیزونو هدف د هغوي مرکزي بانک وي او د تیلو صادراتو ته یې هم زیان ورسیږي، نو د هورمز تنګی به وتړي.

خو په خلیج کې د امریکا د سمندري قواوو یوې ویاندې پرون د چارشنبې په ورځ ویلي دي چې د ایران ددې اقدام په مقابل کې د امریکا متحده ایالات د هر ډول ځواب ویلو ته چمتو ده.

په سیاسي او پوځي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال انډریو شپیرو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په سعودي عربستان باندې د F-15 جنګي جیټ الوتکو خرڅولو هدف دا دی چې سعودي عربستان وکړی شي د ایران او نورو هیوادونو په مقابل کې د خپل ملي حاکمیت نه دفاع وکړي شي.

" تاسو ته مالومه چې په منځني ختیځ کې اوس مهال زیات خطرونه شته دي، سعودي عربستان ځیني سرحدي ستونزي لري او هم د خلیج د هیوادونو لخوا ورته خطرونه متوجه دي. خو یو خطر چې مونږ او په سیمې کې نور هیوادونه ورسره مخامخ دي، هغه ایران دی. خو بیا هم د دغو وسلو هدف یوازې د ایران په خاطر نده بلکه هدف یې زمونږ د انډیوال هیواد، سعودي عربستان د پوځي ستونزو چاره کول دي. "

د وسلو د دط معاملې پر اساس به سعودي عربستان د امریکا لخوا 84 F-15 نوې جنګي جیټ الوتکي واخلي او هم به د هغو 70 نورو جنګي جیټ الوتکې ظرفیت لوړ شي چې همدا اوس د سعوي عربستان د پوځ لخو ترې کار اخیستل کیږي

د هارپون په نامه د کښتیو ضد او د هارم په نامه د رادار ضد توغندي هم پدې معاملې کې شامل دي.

خو د امریکا د ښکاره ګواښونو او خبرداریو سره سره ، ایران ویلي دي چې د هورموز د تنګي د بندولو توان لري او تر څنګ یې دا هم ویلي دي چې امریکا پداسې یوه موقف کې نده چې د ایران د اقداماتو مخه ونیولی شي.

XS
SM
MD
LG