د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا پرعربستان د ۶۰ میلیاردو ډالرو وسلې خرڅوي.


آمریکا پرعربستان د ۶۰ میلیاردو ډالرو وسلې خرڅوي.
آمریکا پرعربستان د ۶۰ میلیاردو ډالرو وسلې خرڅوي.

توقع کېږي چې دامرېکا کانگرس به حکومت ته اجازه ورکړي چې په سعودي عربستان باندی د٦٠ ملېاردو ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري . داوباما حکومت تېره مېاشت کانگرس په دې اړه خبر کړی ؤ.

دا د وسلو دخرڅولو ترټوله غټه سودا ده چې دسعودي عربستان سره ېې امرېکا کوي.

داوباما حکومت کانگرس ته پوره ېوه مېاشت وخت ورکړی ؤ چې ددغې سودا دمنظورولو ، بدلون راوستلو او ېا ېې د مخې نېولو په اړه فکر وکړي .دغه نېټه دجمعې په ورځ پوره شوه .

تراوسه پوري دکانگرس غړو پری هېڅ ډول رسمي اعتراض نه دیْ کړیْ خو دامرېکا دکانگرس ددواړو گوندونو تقرېبا ٢٠٠ غړو ېو امضا کړیْ لېک دامرېکې ددفاع وزېر رابرټ گېټس او خارجه وزېرې هېلری کلنټن ته لېږلی ؤ او سعودي عربستان باندی ېې د وسلو د خرڅلاو په اړه ېو لړ پوښتنی مطرح کړې وې.

دکانگرس غړو غوښتل حکومت ورته دا ډاډ او اطمینان ورکړي چې دغه وسلې به داسراېلو پر خلاف نه استعمالېږي.

دامرېکا دخارجه وزارت ماموران واېې چې په راتلونکو ١٥ او ېا ٢٠ کلونو په موده کې به امرېکا پر سعودي عربستان باندی دF16 ډوله نوی ماډل ٧٠ الوتکې وپلوري، او هم به پرې ١٧٨ هاپشی ،بلېک هاکس او لېټل بړډ هلېکوپترې خرڅې کړي.

داوباما حکومت واېې کله چې ېې دسعودي عربستان پوځي اړتېاوې معلومې کړلې او هم ورته معلومه شوه چې ددغو وسلو خرڅلاو په منځني ختېځ کې د اسراېلو پوځي برترئ ته تاوان نه رسوی نو بېا ېې وروسته ددغو وسلو د خرڅولو سودا ېې منظورکړه.

ېو شمېر خبري سرچېنې واېې چې اسراېل په دغه معامله باندی خوشحاله دي او هېڅ ډول اعتراض نه لري.

سعودی عربستان په کال ١٩٩٢ مېلادی کی هم دامرېکا دF15 ډوله الوتکو د رانېولو ېو قرار داد لاس لېک کړی ؤ چې ټول ارزښت ېې نهه ملېارده ډالر ؤ.

په داسي حال کې چې فعلا په امرېکا کې د هرو لسو کارگرانو دجملې نه ېې ېو کارگر بی روزگاره ناست دی دد ې سودا په برکت به دبوېنگ د الوتکو جوړولو شرکت او ېوناېټېډ ټېکنالوژی کورز زېاتو کارگرانو لپاره کارونه او مصروفېت راپېدا کړي.

XS
SM
MD
LG