د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په لور د مستقیمو پروازونو امنیتي تدابیر


امریکايي چارواکي وايي په یو شمېر هغو هوايي ډګرونو کې یې امنیتي تدابېر سخت کړي چې مخامخ ترې امریکا ته الوتنې کیږي .

امریکايي چارواکي وايي په یو شمېر هغو هوايي ډګرونو کې یې امنیتي تدابېر سخت کړي چې مخامخ ترې امریکا ته الوتنې کیږي .

د امریکا په لور د مستقیمو پروازونو دغه امنیتي تدابېر وروسته له هغې ونیول شول چې، د سپېنې ماڼۍ چارواکو وویل چې د القاعدې شبکې پر یو داسې بم جوړولو کار پیل کړی چې، په اسانۍ سره امریکا ته انتقالول کېدی شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جي جانسن وایي چې امریکا اوس په هغو نړیوالو هوایي ډگرونو کې امنیت ټېنگ کړی دی چې امریکا ته ترې په مستقیم ډول هره ورځ پروازونه کیږي.

نوموړي زیات معلومات ورنکړل خو د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې امریکا غواړي په منځني ختیځ او ختیځې اروپا کې په هوایي میدانونو کې امنیت کلک کړي.

په دې تړاو هم ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي چې القاعده د نړۍ په کومه سیمه کې پر نوي بم جوړولو کار پیل کړی دی.

القاعده له هغه وروسته امریکايي ځواکونو په نیغه په نښه کړه چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر په یوولسمې د نیویارک پر دوو نړیوالو اسمانڅکو سوداګریزو ودانیو د الوتکو بریدونه وشول چې، پړه یې د اسامه بن لادن په مشرۍ پر القاعدې شبکې واچول شوه .

له دغې پېښې وروسته امریکا د خپلو متحدینو سره یوځای د اسامه په لټون پسې پر افغانستان د طالبانو ضد بریدونه وکړل او د هغوی رژیم یې نسکو کړ.

خو له دغې پېښې څو کاله وروسته، د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د ایبټ اباد په ښار کې په یو ښکلي کور کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یو لړ خاصو عملیاتو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG