د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ترهګرﺉ ضد نوې تګلاره کې کورني امنیت ته ډیر پام شوی


د امریکا د ترهګرﺉ ضد نوې تګلاره کې کورني امنیت ته ډیر پام شوی
د امریکا د ترهګرﺉ ضد نوې تګلاره کې کورني امنیت ته ډیر پام شوی

د جمهور ریس اوباما حکومت د چارشنبې په ورځ د ترهګرۍ په ضد خپله نوې ملي تګلاره اعلان کړه. د جمهور ريیس سلاکارانو وویل، چې په لومړي ځل د امریکا د ترهګرﺉ ضد تګلاره کې د هیواد په داخل کې د ترهګرو د فعالیتونو مهارولو ته ډیر پام شوی دی.

ښاغلي اوباما وویل: "هغه څه چې زمونږ ځواکونو کړي دي دا دي چې په شدیده توګه یې د القاعدې امکانات او ځواکمنتیاوې محدودې کړې دي. القاعده اوس په ډیرو سختو شرایطو کې فعالیت کوي او مونږ به پر دوی باندې خپل فشار ته ادامه ورکوو".

دا په تیرو څو میاشتو کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما لمړنی مطبوعاتي کنفرانس دی.

ښاغلي اوباما تیره اوونۍ له افغانستان څخه په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې د ۳۳ زرو امریکايي سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ.

د جمهور رییس تر خبرو لږ وروسته، د ترهګرۍ خلاف چارو کې دده مشر سلاکار جان برینن د امریکا د حکومت د ترهګرۍ پر ضد د نوي تګلارې په اړه خبري وکړې.

برینن چې د امریکا د جان هاپکینس د نړیوالو اړیکو په پوهنتون کې خبرې کولې، وویل: دا لومړۍ د ترهګرﺉ ضد تګلاره ده چې پکې یې د امریکا دننه د القاعدې د افراطي ډلې پر ځواکمنتیا تمرکز شوی دی. دا چې څومره دغه شبکه کولای شي چې په امریکا کې خلک ولمسوي چې پر مونږ برید وکړي. په حقیقت کې دا لومړۍ تګلاره ده چې پکي زمونږ په هلو ځلو کې د امریکا پر کورني امنیت اصلي تمرکز شوی دی.

ترهګرو لا له د امریکا دننه بریدونه او دسیسۍ کړې دي.

د ۲۰۱۰ کال د مې په میاشت کې یوه پاکستاني الاصله امریکايي هڅه وکړه چې د نیویارک ښار د ټایمز په څلور لاري کې بمي چاودنه وکړي.

دغه راز په ۲۰۰۹ کال هم د فورټ هوډ د پوځي مرکز په برید کې یوه آمریکايي پوځي ۱۳ کسه ووژل. ویل کېږي چې دغه پوځي رواني ډاکټر و چې په یمن کې د یوه افراطي مذهبي مشر له خوا هڅول شوی و.

په عین حال کې د ولسمشر اوباما سلاکار برینن د ایران په هکله وویل چې ددغه هیواد اټمي پروګرام اوس هم د اندېښنې وړ موضوع ده. خو د ترهګرۍ په خلاف نوې تګلاره په یمن، پاکستان، سومالیا او نورو سیمو کې د القاعدې او متحدینو په له منځه وړلو باندي هم ټینګار کوي.

برینن زیاته کړه چې امریکا او متحدین یې باید ډیر دقیق اوسي.

"په داسي حال کې چې مونږ مخ پر وړاندې ځو، باید دا په پام کې وساتو چې که چیري زمونږ هیواد ته ګواښ وشي نو زموږ ځوابي دریځ به دا نه وي چې زیات شمیر ځواکونه پسي ورواستوو بلکې مونږ به پر هغې ډلې باندي فشار راولو چې مونږ ته ګواښ پېښوي".

امریکايي مامورین وايي چې د مې په میاشت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژنه دغې ډلې ته غټه ضربه وه او دغه راز په منځني ختیځ کې هم د حکومت پر ضد مظاهرو د القاعدې سازمان په انزوا کې راوستلی دی.

XS
SM
MD
LG