د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ملگري ملتونه ولې یواځې پر اسراییل تمرکز کوي؟


میرمن برکلي وویل چې د اسرائیل ملامتولو ته د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لیوالتیا ددې شورا اعتبار ته گواښ دی
میرمن برکلي وویل چې د اسرائیل ملامتولو ته د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لیوالتیا ددې شورا اعتبار ته گواښ دی

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په خپل مشارکت غور کوي.

د مقاماتو په وینا د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اجندا کې اصلاحات او همداشان "پر اسرائیل باندې ددې شورا ناعادلانه تمرکز" د واشنگټن ددغه تصمیم عمده دلیل دی.

واشنگټن د اوږدې مودې راهیسې استدلال کوي چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په نامناسبه توگه اسرائیل د بشري حقونو څخه په سرغړونو تورونوي چې په کې د لویدیځې غاړې او غزې په نیول شویو ځمکو کې د فلسطیني ملکي وگړو پر وړاندې جنگي جرمونه شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ارین بارکلي د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي دي چې هیواد یې د اسرائیل په شان پر دموکراتیک هیواد باندې ددې شورا د "ناعادلانه او بې انډوله تمرکز" په وجه "ژوره اندیښنه" لري.

میرمن برکلي وویل چې د اسرائیل ملامتولو ته د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لیوالتیا ددې شورا اعتبار ته گواښ دی.

میرمن بارکلي وویل چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په داسې حال کې پر اسرائیل تمرکز کړی دی چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد حکومت روغتونونه بمباروي او شمالي کوریا او ایران خپل میلیونه وگړي له مذهبي او د بیان آزادیو محروموي.

میرمن بارکلي وویل ددې لپاره چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپل اعتبار ترلاسه کړي او بریالۍ شي باید د بې انډوله او بې گټې موقف نیونې څخه ډډه وکړي. هغې زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په خپل مشارکت باندې په غور کولو سره په دې شورا کې داسې اصلاحاتو ته سترگې په لار ده چې د هغې په وینا دغه بنسټ د بشري حقونو د پیاوړي کولو او څارلو هدف ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالات اوس د ملگرو ملتونو د ۴٧ کسیزې شورا انتخابي غړی دی او په دې شورا کې د امریکا درې کلیز غړیتوب په ٢٠١٩ کې پای ته رسیږي.

تر اوسه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دې هکله غبرگون نه دی څرگند کړی، خو ددې شورا ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات د څو کلونو راهیسې ددې شورا یو ډیر فعال او گټور شریک دی.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د هر هیواد د غړیتوب لغوه کیدل ددې شورا د ویاند په وینا په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG