د لاس رسي وړ اتصالات

کمبل: افغان ځواکونو ډاډ راکړی چې داعش به نه پریږدي


جنرال کمپبل د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسله والو چارو د جرګګۍ په استماعیه غونډې کې خبرې وکړي
جنرال کمپبل د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسله والو چارو د جرګګۍ په استماعیه غونډې کې خبرې وکړي

جنرال جان کمبل وايي چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ‌د ډلې د نفود په اړه اندیښنې شته. خو هغه دا هم وايي چې افغان ځواکونو ورته ډاډ ورکړی چې د اسلامي دولت ډله به نه پریږدي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال جان کمیل د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د جرګې د وسله والو چارو د جرګګۍ په استماعیه غونډې کې وویل چې څه چې په عراق کې وشول، یانې امریکايي ځواکونه ډیر ژر ویستل شول، په افغانستان کې به تکرار نه شي.

جنرال کمبل وویل چې «تر ټولو ښه کار چې موږ کولای شو، هغه دا دی چې د افغانستان څخه عراق جوړ نه شي. او، ما ته دا لومړیتوب لري چې افغانان ځواکونو ته روزنه، مشوره او مرستې جارې وساتل شي او د افغان ځواکونه د کیفیت او وړتیا له نظره ښه شي.»

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د موجودو خطرونو او د امریکا د پالیسۍ او ستراتیژۍ په اړه د امریکا د سنا د جرګې د وسله والو چارو جرګګۍ ته معلومات ورکړل.

د سولې د پروسې په اړه، جنرال کمبل وویل چې ولسمشر غني د لوړې د مراسمو وروسته په خپلې لومړۍ وینا کې افغان طالبان ته لاره پرانیستله چې د سولې په پروسې کې ورګډ شي.

هغه وویل چې «طالبان چې اوس فکرکوي چې افغان دولت دامریکا او ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک کړی او ایتلافي ځواکونه به افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او مرستې به جاري وساتي ، نو موږ چې له څو کلونو رایسي جنگ ته ادامه ورکړي اوس به ختمه کړو او د حکومت سره به یوځاي کیږو او زما په فکر طالبان به بلاخره دا کار وکړي»

خو په افغانستان کې د ناټو قوماندان په دې ټینګار وکړ چې طالبان نه شي کولای چې افغان حکومت رانسکور کړي.

جنرال کمبل د سنا د جرګې د وسله والو چارو د جرګګۍ د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې امریکا د افغانستان د دفاع او د کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت د ادارې سره له نږدې کار کوي چې وړتیا يې نور هم لوړه کړي.

دغه امریکايي جنرال د بندیانو مثال ورکړ چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ کار کوي او کله چې افغان ځواکونه د بندیانو څخه معلومات ترلاسه کوي نو نړیوال ځواکونه هم دغه معلومات تر لاسه کوي. هغه وویل دا «ځکه چې دغه معلومات زموږ د ځواکونو په خوندیتوب دپاره مهم وي.»

اوسمهال په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ۱۰ زرو نه ډیر امریکايي عسکر په افغانستان کې شته. د ناټو د نورو غړو هیوادونو د عسکرو سره یو ځای په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو شمیر ۱۳ زرو ته رسیږي.

د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې، نړیوال ځواکونه افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت مخې ته وړي. همداراز دغه ځواکونه په افغانستان کې د تروریزم پر ضد هم جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG