د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع وزارت ته د ټرمپ نوماند او د سنا د تائید د رای ازمون


د منتخب جمهور رئیس د دفاع او روغتیایي چارو وزیران او د سي آی ای رئیس د سنا مجلس د ځانگړو کمیټو د تائید د ترلاسه کولو په لټه کې دي
د منتخب جمهور رئیس د دفاع او روغتیایي چارو وزیران او د سي آی ای رئیس د سنا مجلس د ځانگړو کمیټو د تائید د ترلاسه کولو په لټه کې دي

متقاعد جنرال جمیز متیس چې د دفاع وزارت ته د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا نومول شوی نن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانگرس سنا مجلس ته د تائید د ترلاسه کولو لپاره ورځي.

د سنا مجلس د باور د رای په ترلاسه کولو سره به ښاغلی متیس لومړنی پوځي اوسي چې په تیرو پنځو لسیزو کې دغه مقام ترلاسه کوي. هغه د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان و چې د عراق او افغانستان جگړه یې سوق او اداره کوله او په ٢٠١٣ کې یې له پوځي ماموریت نه تقاعد وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د اوسني قانون له مخې هغه کسان چې په تیرو اوه کلونو کې یې په وسله والو ځواکونو کې خدمت کړی وي د دفاع وزارت څوکۍ نه شي ترلاسه کولای. په دې اساس د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس باید د یو ځل استثنا په منلو سره د دفاع وزارت ته د ښاغلي متیس ټاکل تائید کړي.

ښاغلي متیس متحده ایالاتو ته د ایران د امنیتي گواښونو په اړه اندیښنه څرگنده کړې. هغه د تهران په وړاندې په سخت موقف نیولو باندې ټینگار کړی او د ایران رژیم یې "د منځني ختیځ سولې او ثبات ته دوامداره گواښ" گڼلی دی.

د سي آی ای نوماند

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس غړی مایک پمپیو، چې ښاغلي ټرمپ د امریکا د مرزي استخباراتو یا سي آی ای ریاست ته نومولی دی هغه هم نن د پنجشنبې په ورځ د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې د تائید د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

ښاغلی پمپیو د پلټنو او تحقیقاتو د یو شمیر میتودونو د ځنډولو لکه په اوبو شکنجه کولو په خاطر د جمهور رئیس باراک اوباما پر حکومت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې دغه لارې چارې قانوني دي.

مایک پمپیو چې د هاروارد پوهنتون د حقوقو د پوهنځي او په نیویارک د ویست پاینټ د پوځي اکاډمۍ نه فارغ شوی په ٢٠١٣ کې وروسته له هغې چې د مسلمانانو په اړه یې څرگندونې وکړې تر نیوکو لاندې راغی. هغه ویلي وو چې هغه ډله مسلمان مشران چې په څرگنده ترهگریز بریدونه نه غندي، ښایي په دغو حملو کې به لاس لري.

ښاغلي ټرمپ د ښاغلي اوباما د حکومت د استخباراتي ادارو په مشرانو تل انتقاد کړی او ویلي یې دي چې مایک پمپیو د امریکا د استخباراتو لپاره یو وتلی مشر دی.

د روغتیا وزارت نوماند

د ښاغلي ټرمپ د کابینې دریم نوماند چې نن د امریکایي سناتورانو پر وړاندې متقاعد جراح بن کارسن دی چې د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت ته نومول شوی.

ښاغلی کارسن چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې په پیل کې د ښاغلي ټرمپ گوندي سیال و، په عامه نظرپوښتنو کې د ټرمپ د مخکې کیدو وروسته یې له انتخاباتي مبارزې لاس واخیست او د ښاغلي ټرمپ ملاتړ یې وکړ.

ښاغلی کارسن په حکومت کې د کار کولو هیڅ ډول تجربه نه لري او په پیل کې یې په همدې خاطر د ښاغلي ټرمپ غوښتنه رد کړې وه. هغه همداشان ویلي دي چې له فقیرانو او نادارو سره مرسته د دولت وظیفه نه ده.

XS
SM
MD
LG