د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران:د نوي افغان حکومت کارونه مثبت دي


سناتور انګوس کینګ او سناتور ټیم کین په کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا په وخت
سناتور انګوس کینګ او سناتور ټیم کین په کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا په وخت

امریکايي سناتورانو ټیم کین او انګوس کینګ چې په افغانستان کې دي، په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل د نوي افغان حکومت لومړي ګامونه مثبت دي.

دغه سناتوران وایي د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د حکومت لومړي شوي کارونه مؤثر ول، خو لا هم د ملي یووالي د حکومت لپاره د کابینې د جوړولو او د ولسمشر او اجرائيوي رئيس ترمنځ د کارونو څرنګوالی یو لړ ازموینې دي، چې په مخ کې شته.

د ماین ایالت سناتور انګوس کینګ وویل ‪"‬په سیاسي لحاظ لا هم ځېنې ازموینې په مخ کې دي، دا چې څوک به وزیر وي، توافقات به څنګه عملي کیږي، څوک به ریاست کوي، او پرېکړې به کوي، د دوی دواړو ترمنځ به مشورې او شخصي اړېکې څنګه وي.‪"‬

د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کین بیا وویل ‪"‬ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو، د کابل بانک د فساد قضیه پرانستل شوه، نور اقدامات شوي، له پاکستان سره د برېښنا تړون لاسلیک شول، دا ټول مثبت کارونه ول.‪"‬

دغو امریکايي سناتورانو وویل چې افغان حکومت په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له ګواښونو سره مخ دی او په باور یې نوي افغان حکومت به ددغو ګواښونو په اواري کې ګامونه واخلي.

امریکايي سناتورانو له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون لاسلیک د افغانانو غوښتنه وبلله او په ويناء یې چې د افغانستان په ثبات کې به رغنده رول ولوبوي.

سناتورانو ټیم کین او انګوس کینګ د افغان حکومت له لورې ښه حکومتوالي د وسله والو مخالفینو څنډې ته کولو لپاره اړینه وبلله.

په کنړ د پاکستان د راکټي بریدونو په تړاوو دغو سناتورانو که څه هم واضح ځواب ورنه کړ ولې وې ویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړېکې د امنیتي ستونزو له حل سره مرسته کولی شي‪.‬

دغو سناتورانو افغان امنیتي ځواکونه هم وستایل، چې اوس نوي په سلو کې د افغانستان امنیت ساتي، خو په باور یې ۲۰۱۵ کال به افغان امنیتي ځواکونو ته د ازموینې کال وي.

په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو راوروسته دا د امریکا د سنا د مجلس لومړی هیت دی چې افغانستان ته یې سفر کړی او د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.

دغو سناتورانو سره په ارګ کې د کتني په وخت ښاغلي احمدزي هغوی ته ویلي چې د افغانستان امنیت ورته ډېر مهم دی او همدې لپاره پر یوې ستراتيژيکې امنیتي طرحې کار کوي، چې څنګه په افغانستان کې سوله ټينګېدی شي .

ښاغلي احمدزي ویلي چې په دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا شته دی .

XS
SM
MD
LG