د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران د خبرو لپاره کابل ته تللي


امریکايي سناتوران د خبرو لپاره کابل ته تللي
امریکايي سناتوران د خبرو لپاره کابل ته تللي

کال د سپتمبر پورې له افغانستان څخه ٣٣ زره عسکر وباسي ښایي د طالبانو پر ضد مبارزه نیمگړې کړي. دغه درې امریکایي سناتوران افغانستان ته تللي او د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره یې تېر ماښام د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل

جمهوري غووښتونکو سناتورانو جان مکن او لیندسي گراهم او خپلواک سناتور جوی لیبرمن پرون په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل او په یو خبري کنفرانس کې یې خبرې وکړې. جان مکن د کابل په انټرکانتنینتل هوتل باندې وروستني برید ته په اشارې د افغانستان د امنیتي حالت په هکله وویل:

"زما په اند مونږ که ټول هیواد ته وگورو په بله وینا د کندهار او هلمند ولایتونه او ځنې نورې سیمې امن شوي خو زه نه شم کولای چې ستاسو له خبرو او زما له خپلې تجربې انکار وکړم چې په حقیقت کې مونږ پر هوټل باندې په برید کې ولیدل چې مونږ اوس هم د کابل د امن کولو لپاره اوږده لار په مخ کې لرو"

جان مکن د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان خطرناک وباله چې د هغه په وینا امریکایي قوماندانان یې ملاتړ نه کوي.

هغه همداشان د پاکستان په وړاندې د جدي موقف نیولو غږ وکړ.

"مونږ باید د پاکستان سره د واقیعت په بنسټ چلند وکړو چې هلته د آی اس آی او د شبکې او طالبانو ترمنځ اړیکې موجودې دي. او مونږ باید هلته د واقعي وضیعت له مخې عمل وکړو"

جان مکن د سناتور لیبرمن او سناتور لیندسي گراهم سره په گډ خبری کنفرانس کې خبرې کولې. سناتور جوی لیبرمن د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"زه پوهیږم چې یو شمیر افغانان زمونږ د اضافي قواو د ایستلو په اړه اندیښنه موجوده ده. خو مونږ هڅه کړې ټولو ته اطمینان ورکړو د خپلواک او ازاد افغانستان په وړاندې د امریکا او نړیوالې ټولنې تعهدونه غښتلي، ثابت او دوامداره دي"

هغه هیله څرگنده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ به د ستراتیژیکې همکارې تړون لاس لیک شي او دا د امریکا او افغانستان د ټینگو اړیکو او اوږدمهاله تعهدونو یو ښه مثال وي.

سناتور گراهم بیا وایي چې هغه د ځواکونو د چټک ایستلو په اړه اندیښنه لري.

"یو شی چې کنترول افغانانو ته ورپه لاس شي دا د هر چا هدف دی چې په ٢٠١۴ کې افغان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسولیتونه وسپارل شي چې دا هیواد وساتي او حکومتداري بهتره شي. دا زمونږ ټولو گډ هدف دی. د ځواکونو ایستل هغه څه دي چې دښمن یې اوریدل غواړي"

جمهور رئیس اوباما تیره میاشت وویل چې د سږکال تر پایه لس زره او د دوه زره دولسم کال د سپتمبر تر میاشتې پورې به شاو خوا ٢٣ زره عسکر له افغانستان څخه وباسي. امریکا او متحدین یې غواړي چې د ٢٠١۴ کال تر پایه خپل ټول جنگي ځواکونو له دې هیواد نه وباسي. پرون بریتانوي ورځپاڼو ویلي چې ډیوید کامیرون به هم اعلان وکړي چې د ٢٠١٢ کال تر پایه له افغانستان څخه پنځه سوه عسکر وباسي.

XS
SM
MD
LG