د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې یو امریکایي عسکر وژل شوی


امریکا په عراق کې د پنځو زرو په شاوخوا کې عسکر لري.
امریکا په عراق کې د پنځو زرو په شاوخوا کې عسکر لري.

د امریکا پوځ وایي چې دغه امریکایي عسکر د عراق په شمال کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنې کې ټپي شوی و چې وروسته یې بیا سا ورکړه.

دا لومړنی امریکایي عسکر دی چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه د موصل د ښارګوتي د بیرته نیولو په عملیاتو کې وژل کیږي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې دغه امریکایي عسکر د موصل ښار سره نږدې د ماین په چاودنې کې ژوبل شوی .

د امریکا پوځي چارواکي وایي چې د موصل د نیولو په عملیاتو کې د امریکا د خاصو عملیاتو شاوخوا سل عسکر برخه لري. شاوخوا پنځه زرهنور امریکایي عسکر بیا په نظامي اډو کې دیره دي او د هماغه ځای نه د موصل د عملیاتو په چارو کې همکاري کوي.

د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه د موصل د ښارګوټي د بیرته نیولو لپاره عملیات د همدې تیرې دوشنبې په ورځ پیل شویدي. په عملیاتو کې شاوخوا پنځه ویشت زره قوه برخه لري چې د عراق د پوځ ترڅنګ پکې کُردي پیشمرګه ځواکونه، سني قبایلي ملیشې او شعه ملیشې برخه لري.

په همدې حال کې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي دي چې د موصل په عملیاتو کې زیات پرمختګ شویدی. هغه د فرانسې د پاریس په ښار کې یوې غوندې دې په وینا کې وویل چې حکومت به چا ته اجازه ورنکړي چې په موصل کې په بشري حقونو تیری وکړی.

په پاریس کې د شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران پدې خاطر راټول شوي چې په موصل او نورو سیمو کې د ملکي خلکو د مصؤنیت لپاره یو پلان جوړ کړي

XS
SM
MD
LG