د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي د توپان ځپلو به زیاتې مرستې وکړي


اوباما وایي د توپان ځپلو به زیاتې مرستې وکړي
اوباما وایي د توپان ځپلو به زیاتې مرستې وکړي

جمهوررئېس اوباما د جمعی په ورځ د اله باما اېالت د تسکلوسه سېمی ته چې توپان سخته ځپلی ده ولاړ او په خرابو کې ېې وګرځېده.

ښاغلی اوباما د تسکولوسه د سېمی د خرابېو له لېدلونه وروسته وعده وکړله چې دامرېکا ددغه جنوبی اېالت له توپان ځپلو خلکو سره مرسته وکړی چې هغوی بېرته خپل عادی ژوند پېل کاندی.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما د جمعی په ورځ دامرېکا دجنوب ختېځی سېمی اله باما اېالت په هغو خرابوسېموکې په خپله وګرځېده چې توپان ځبلی سېمی په خپلو سترګو وګوري. د چارشنبی په ورځ په دغه توپان کې تر 300 نه زېات کسان ووژل شول.

په دې کې تر 200 نه زېات په اله باما کې وژل شوی وو او 30 تنه ېې په تسکولوسه کې وژل شوی وو. داله باما پوهنتون په تسکولوسه کې پروت دی.

جمهوررئېس اوباما د جمعی په ورځ په تسکالوسه او اله باما کې له ځايي خلکو او چارواکېو سره د ملاقاتونو په ترڅ کې ووېل هغو کورنیو ته چې په توپان کې خساره وراووښتی ده دهغوسره مرسته کول چې بېرته خپل حآلت ته راشی دده په ترجېحاتوکې شامل دی. د تسکولوسه له ېوې مخی توپان ځبلی ده او په مړېو کې ېې د اله باما دپوهنتون شاګردان هم شامل دی.

ښاغلی اوباما ووېل دومره ډېره خرابی چې ده په تسکلوسه کې ولېدله پخواېې نه وه لېدلی.

د چارشنبی په توپان کې د اله باما اېالت ډېر ځپل شوېدی ، دملی ګارد تقرېبا 2000 زره کسان هلته ددې لپاره ګومارل شوی وو چې د ځاېې چارواکېو سره په بېړنېو حآلاتوکې مرسته وکړی. ددغه اېالت چارواکېو د فېدرالی حکومت له خوانه پېسی ورکړل شوېدی چې له اوسېدونکېو ، کاروبارونو او ځایی حکومت سره د بېارغېدو په هڅو کې مرستی وکړی.

جمهوررئېس براک اوباما ولېدل چې دغه ټوله سېمه توپان اواره کړېده او خرابی ېې د ښارشاوخواته پرتی دی. په دغه ښار کې تقرېبا ېوملېون کسان برېښنا نلری.

جمهوررئېس د اله باما له والی رابرت بېنټلی اونورو چارواکېو سره ملاقات وکړ، پردې سر بېره هغه له عامو خلکو سره هم ملاقات وکړ. هغه ووېل چې د ښار له ښاروال سره د ملاقات په وخت کې هغه ته دا ورپه زړه شول چې د منتخبو چارواکېو ترجېحات باېد څه وی.

ښاغلی اوباما په دې برخه کې داسی ووېل " کله چې موږ د طبېعت له زښت ډېر قدرت سره مخ شو نو سېاست ، دېن ، نژاد دا ټول خپل رنګ باېلی او موږ ته دا راپه ېادوی چې په داسی وخت کې موږ ېوازې ېواوبل ته سره ضرورت لرو. نو امېد دی چې دا روحېه ادامه پېدا کاندی اوانکشاف وکړی. که چېرې له دې غمېزی نه بل څه په لاس نه راځی نو راځئ هېله وکړو چې داېوشی ترېنه لاسته راشی ."

ښاغلی اوباما د پنجشنبی په ورځ داله باما سېمه د فاجعی ځبلی سېمه اعلان اولاسلېک کړله او فېدرالی پېسی ېې ورته برابری کړی چې د سېمی له اوسېدونکېو او ځایی حکومت سره مرسته وکړي چې له دغی غمېزی نه راووزی.

جمهوررئېس همدارنګه د پنجشنبی په ورځ دوخته د سېلاب له امله دغه ځاني تلفات او مالی خسارې ا زړه ماتوونکی اودردوونکی وبللی. هغه ووېل چې داحآلات له ېوې فاجعی نه کم ندی. په داسی حا ل چې د جمعی په ورځ هغه داسېمه وکتله وې وېل چې د ملکېت تاوان زښت ډېرد ی خو ددې ځای د خلکو صبر اوزغم هم د ېادولو وړ دی.

هغه ووېل چې دتسکولوسه به بېرته په داسی توګه اباده شی چې د وېاړ او افتخار ېوه کېسه به وی او دی به ېې په افتخار ټول ملت ته بېان کړی.

دتېرې چارشنبی په شپه په ټولو جنوبی اېالتونوکې د 160 توپانونو رپوټ ورکړل شوېدی ؛ خو دهمدغو توپانونو له امله په اله باما، ټېنسی ، مېسېسپی ، جورجېا ، ارکنسا، وېرجېنېا، لوېزېانا، او کېنتکی کې مرګونه وشول.

رپوټ په پاې کې وايی چې له 1974 م کال راهېسی دا توپانونه ترټولو سخت اووژنکی توپانونه ګڼل شوېدی.

XS
SM
MD
LG