د لاس رسي وړ اتصالات

د اورلنډو د 'نایټ کلپ' بریدګر امریکايي-افغان و


پولیس وايي پیښې ته د ترهګریز بدید په سترګه ګوري
پولیس وايي پیښې ته د ترهګریز بدید په سترګه ګوري

د فلوریډا والي ریک سکاټ په یو خبري کنفرانس کې، دا پېښه یو تروریستي عمل وباله. په همدې حال کې د اورلنډو ښاروال ‌بډي بایر وايي چې لا هم ځينې مړي په نایټ کلپ کې پراته، پولیس تحقیقات کوي او بیا به یې کورنیو ته خبر ورکړل شي.

سي ان ان او واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې، د عمر صدیقي متین په نامه په خټه افغان امریکايي د فلوریډا په ایالت کې د همجنسبازانو په نایټ کلپ باندې برید کړی. برید د اورلنډو په ښار کې د یکشنبې په شپه وشو.

پولیس وايي تحقیق کوي، چې په دغه پېښه کې د ترهګرۍ کوم تړاو شته کنه. پولیس وايي په دغې پېښې کې ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۳ نور ژوبل دي.

د اورلنډو پولیسو په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې " بریدګر په کلپ کې دننه مړ شوی دی". پولیسو دغه راز له خلکو د مرستې غوښتنه کړې او ویلي "که هر چا د پُلس په نایټ کلپ کې دننه دغه پېښه لیدلې وي، لطفا د اورلنډو د پولیسو د امنیې قومندانۍ ته دې راشي او معلومات دې ورکړي".

یو عیني شاهد ویلي چې شاوخوا ۴۰ ډزې یې اورېدلي دي. په خپله"پُلس نایټ کلپ" په فیسبوک کې لیکلي " هر څوک د شپې په دوو بجو له نایټ کلپ څخه وتښتېدل".

سي ان ان ټلویزیون په تیلیفونونو اخیستل شوې ویډیوګانې ښکاره کوي، چې پولیس پر نایټ کلپ ډزې کوي. سي ان ان هغه ویډیو هم خپره کړه چې، خلک یو زخمي د امبولانس پر ځای د پولیسو ګاډي ته ورخیژوي.

پولیسو له سیمه ییزو، ایالتي او فدرال ادارو د مرستو غوښتنه کړې ده.

پولیس دا هم وايي چې یو ریموټ کنټرول بمب یې شنډ کړی دی او د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

په همدغه ښار کې د شنبې په شپه د امریکا یوه مشهوره سندرغاړې هم یو ناپېژندل شوي وسله وال په ډزو ووژله.

XS
SM
MD
LG