د لاس رسي وړ اتصالات

یوه وسله وال تن د کلیفورنیا په ایالت کې شپږ تنه وژلي دي


یوه وسله وال تن د کلیفورنیا په ایالت کې شپږ تنه وژلي دي
یوه وسله وال تن د کلیفورنیا په ایالت کې شپږ تنه وژلي دي

یو وسله وال سړی د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کي یوه سینګار ځای یا آرایشګاه ته ورننوت او په بې دریغه ډزو یې پیل وکړ، شپږ کسه یې ووژل او درې نور یې سخت زخمیان کړل.

چارواکو وویل چي پولیسو پو تر شک لاندي سړی پرون د چهارشنبې په ورځ چي دا ډزي یې وکړې نیولی دی، مگر دوي تراوسه لاهم په دې نه پوهیږي چي هغه ولي دا ډزي کړي دي.

دغه مشکوک سړی هغه وخت ونیول سو چي غوښتل یې د صحنې د ځاي نه په یوه موټر کي وتښتي.

وژل شوي کسان تر اوسه نه دي پیژندل شوي او دا هم نه ده معلومه چي هغوي مشتریان وو، که کارکونکي یا لارویان وو.

دغه پېښه د ( سیل بیچ ) په نامه د یوه بندري ښارګوټي په یوه کارکیټ کي شوې ده.

XS
SM
MD
LG