د لاس رسي وړ اتصالات

یو بریدګر د امریکا په میشګن ایالت کې اووه تنه ووژل


تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده.

تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده.

د امریکا د میشګن په ایالت کې په ډزو کې اوه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د میشګن د ایالت د کلامازو په ښارګوټي کې یوه وسله وال، د آپارتمانو په یوې ودانۍ ، د موټرو د خرڅولو په شرکت او په یوه رسټورانټ کې په خلګو ډزې کړي او اوه کسان یې ووژل

چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کې یې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ ده.

د ډزو وروسته، د کلامازو په ښارګوټي کې د مشکوک وسله وال د نیولو لپاره عملیات پيل شوي او یو مشکوک کس نیول شوی هم دی.

دغه مشکوک کس ۴۵ کلن ښودل شوی خو لا یې په اړه نور ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

د کلامازو ښارګوټی ۷۵ زره نفوس لري چې د میشګن د مرکز ډیټرایت نه ۲۵۰ کیلومتره لیري لویدیځ پلو ته پروت دی.

XS
SM
MD
LG