د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په پنځو میاشتو کې پولیسو ۳۸۵ کسان وژلي


واشنګټن پوست وايي که پولیس په امریکا کې همداسې روان وي، د ۲۰۱۵ کال تر پایه به ۱۰۰۰ کسان په ډزو ووژني.
واشنګټن پوست وايي که پولیس په امریکا کې همداسې روان وي، د ۲۰۱۵ کال تر پایه به ۱۰۰۰ کسان په ډزو ووژني.

د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه وايي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې پولیسو ۳۸۵ کسان وژلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي د وژل شویو کسانو شمېره یې معلومه کړې ده، دا راپور داسې مهال خپریږي چې په امریکا کې د پولیسو له لوري د ځواک د کارولو او نه کارولو په اړه چې د ژولو لامل کیږي، بحث روان دی.

واشنګټن پوسټ دا شمېره " ریکارډ " بللې ده چې پولیسو په کې د ورځې تر دوو ډېر کسان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې د اټکل له مخې که امریکايي پولیس همداسې روان وي د ۲۰۱۵ کال تر پایه به نژدې ۱۰۰۰ کسان په ډزو ووژني.

ورځپاڼه وايي د پولیسو د دغو مرګانیو ډزو شمېرې د هغو ډزو د پېښو دوه برابره دي چې د فدرال حکومت په تېرې یوې لسسیزې کې ثبت کړي دي.

د پولیسو څانګې د فدرال حکومت ته د خپلو پېښو په راپور ورکولو مجبوره نه دي.
په واشنګټن کې د پولیسو د یوې ادارې مشر جیم بیرمن واشنګټن پوست ته وویل " تر هغه چې د دقیقو معلوماتو د پېدا کولو هلې ځلې پیل نکړو، د پولیسو د دا ډول مرګانیو ډزو پېښې نشو کمولی. "

دا راپور داسې مهال خپریږي چې د پولیسو له لوري د وژونکې زور د کارونې په اړه، په ځانګړې ډول پر افریقايي امریکایانو او نورو لږکیو باندې، بحث روان دی.

د واشنګټن پوسټ معلومات ښيي چې په وژل شویو کسانو کې نیمايي سپین پوستي امریکایان او نیمايي نور یې د نورو نژادونو لږکي دي.

په راپور کې راغلي چې تور پوستي امریکايان تر سپین پوستو او نورو لږکیو، درې برابره زیات وژل شوي دي، په وژل شویو کې تر ۸۰ فیصده زیات یې په خطرناکو وسایلو سنبال وو او ۴۹ فیصده نورو یې بیا هېڅ ډول وسله نه درلوده.

په امریکا کې پولیس هغه مهال وسله کارولی شي چې یا یې خپل ژوند ته خطر وي او یا د نورو ژوند ته.

تراوسه د ۳۸۵ کسانو د وژلو په قضیو کې یوازې په درېیو پېښو کې پر پولیسو د جرم رسمي تورونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG