د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام ته تیاری


د امریکا د فوټبال ملی ټیم په جنوبی افریقا کی د فوټبال د نړیوال جام د مسابقو نه وړاندی دلته امریکا کی د ترکیی د فوټبال ملی ټیم سره یوه مسابقه کړیده او ترکیی ته یی د یو په مقابل کی په دوه گولونو ماتی ورکړیده.

د فلډلفیا د فوټبال په میدان کی د پنځوسو زرو نه زیات راغونډ شوو تماشیانو په مخ کی د امریکا فوټبال ټیم د لوبی په دویمه برخه کی دوه گولونه وکړل او د ترکیی فوټبال ټیم ته یی ماتی ورکړه.

د ترکیی لخوا یوازینئ گول د دوی لوبغاړی اردا ترن هغه وخت وکړو چی د لومړی ساعت اوویشتمه دقیقه وه او ده د امریکا د ټیم دفاعی خط مات کړو او حتی چی د امریکا گول کیپر یی هم تیر باسلو او توپ یی راسا په جال کی ورخطا کړو.

خو بیا په دویمه برخه کی د امریکا فټبالر لانډن ډونان توپ خپل ملگری اوزی التیدرو ته ور پاس کړو او هغه نیغ د گول جال ته ورسوو. په دویم ځل هم امریکایی فټبالر لانډن خپل بل ملگری ډیمپس ته توپ وربرارر کړو او هغه بری وروستئ او گټونکئ گول وکړو.

د امریکا دفوټبال د ملی ټیم روزنکی یا کوچ باب بریډلی د خپل ټیم په دی کامیابئ ډیر خوښ شویدی .او وایی چی

دامریکا د فټبال ټیم به دوشنبی په دوشنبی په ورځ جنوبی افریقا ته رسیږی او هلته به اسټریلیا سره یو دوستانه مسابقه کوی ترڅو اصلی مسابقو ته ځانونه تیار کړی.

د امریکا د فوټبال ټیم به نړیوالو مسابقو کی خپله لومړئ مسابقه د جون په دولسمه نیټه د انگلستان سره کوی.

XS
SM
MD
LG