د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو عسکر محاکمه کیږي


د امریکا یو عسکر محاکمه کیږي
د امریکا یو عسکر محاکمه کیږي

د امریکا د پوځ یو عسکر چې په افغانستان کې د بې ګناه ملکي خلکو په بې رحمۍ سره په وژلو تورن دی، د واشنګټن د ایالت د سیاټل په ښار کې محاکمه کیږي.

د امریکا د پوځ یو تن خوردضابط کالوین ګبز چې په افغانستان کې د ملکي خلکو په بې رحمې سره په وژلو تورن دی، نن د جمعې په ورځ د مکورډ په پوځي اډې کې محاکمه کیږي. د هغه په قضیې باندې نهه میاشتې کار شویدی خو خوردضابط کالوین د پوځي تحقیقات کوونکو سره د همکارۍ نه انکار کړیدی.

عیني شاهدانو ویلي دي چې خوردضابط کالوین بې ګناه ملکي خلک وژلي دي او د مړو د بدن ټوټې یې په پلاستیکي کڅوړو کې د انعام په توګه راټولولې. کالوین د پنځمې لوا د یوه بلوک قوماندان ؤ او تر خپلې قوماندې لاندې عسکرو ته یې ګواښ کړی ؤ چې د خلکو د وژلو په اړه به خوله چوپه ساتي او چا ته به غږ نکوي.

په کالوین باندې دا تور هم دی چې یو پنځلس کلن تنکی ځوان یې وژلی دی، د هغه د جسد سره یې لوبې کړیدي او د همدغه تنکي ځوان یوه ګوته یې د ځآن سره د سوغات په شکل ساتلې وه.

په خوردضابط کالوین ګبز باندې به د عمري قید سزا راوخیژي او د هغه تر قوماندې لاندې په عسکرو باندې به هم د محکمې لخوا ځیني سزاګانې راوخیژي.

د همدغې پنځمې لوا یو تن پخوانی غړی جورج ګونزالیز چې اوس د لویز د پوځي اډې مخې ته د چایو دکان لري او د امریکا د پوځ هغو عسکرو ته سلا مشورې ورکوي چې د ځینو دلایلو په خاطر د پوځ نه ځان وباسي، وایي چې د خوردضابط کالوین ګبز په محکمه کولو سره خو به عدالت پر ځآی شي خو د پوځ حیثیت ته به زیات تاوان ورسیږي.

" دا کیسه هرې خوا ته خپره شي او خلک به وایي چې د امریکا پوځ دا شان کارونه کوي چې دا ډیر ناوړه کار دی. که څه هم چې دا کار یوازي څو تنو عسکر کړیدی او هغه هم نیول شویدي خو پدې کې شک نشته چې د دغو عسکرو د دې کار صدمه به ټول پوځ ته رسیږي. "

خوردضابط کالوین ګبز پداسې وخت کې محاکمه کیږي چې په عین حال کې امریکا اعلان کړیدی چې د افغانستان نه د خپلو عسکر په راایستلو پیل کوي.

XS
SM
MD
LG