د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما شمالي کوریا ته ګواښ وکړ


جمهور رئیس، اوباما، په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالتونه به شمالي کوریا ته ځواب ورکړي. ښاغلی اوباما، دا خبره وروسته له هغه وکړه چې امریکایي چارواکیو دا تائید کړه چې د، سوني پکچرز، په نوم د فلم جوړونې پر کمپنۍ د انټرنټي برید ترشا د شمالي کوریا لاس و.

جمهور رئیس په خپل هغه خبري کنفرانس کې چې د هر کال په پای کې یې ورکوي، د شمالي کوریا خلکو ته په دې رخصتیو کې د خوښۍ پېغام نه درلود.

هغه وویل "هغوی ډېر زیان اړولی دی او موږ به ځواب ورکړو. موږ به هغوی ته دخپلې خوښې په وخت ، طریقه او ځای کې متناسب ځواب ورکړو."

اف بي ای پرون دا تائید کړه چې د سوني پکچرز پر فلمي کمپنۍ د انټرنټي برید ترشا د شمالي کوریا لاس و. د سوني پکچرز کمپنۍ پلان درلود چې یو داسې کمیډي ېا د ټوکو ټکالو فلم نندارې ته وړاندې کړي چې په هغه کې د شمالي کوریا د مشر، کیم جونگ ان، د خیالي وژنې صحنه ښودل کیږي.

د دې کمپنۍ کارکوونکیو ته گواښونه د دې لامل شول چې د سوني پکچرز کمپنۍ د دې فلم خپرول بند کړي. خو ښاغلی، اوباما، د کمپنۍ له دې پرېکړې سره موافق نه دی "زه له هغوی سره د هغو گواښونو په اړه چې دوی ورسره مخامخ شوي دي همدردي لرم، خو باید ووایم چې هو هغوی اشتباه کړې ده."

ښاغلي اوباما ووېل د سوني پکچرز کپمنۍ باید له شمالي کوریا څخه نه وای ډارېدلی.

هغه وايي"موږ یوه داسې ټولنه نه شو لرلی چې په هغې کې یو دکتاتور وشی کړای دلته په متحده ایالتونو کې پر خلکو سانسور تحمیل کړي."

په دې کنفرانس کې له جمهور رئیس بارک اوباما نه د خپلې هغې پرېکړې په اړه هم پوښتنې و شوې چې د هغې له مخې به دا مریکا اړیکې د کیوبا سره عادي حالت ته راوستل شي. جمهوررئیس اوباما وویل په دې سربېره هغه کیوبا د یو داسې هېواد په توگه پېژنې چې رژیم یې اوس هم پرخپلو خلکو ظلم کوي.

ښاغلي، اوباما، په دې باور دی چې د متحده ایالتونو دا گام به هغه بدلونونه رامنځ ته کړي چې د څو لسیزو بندیزونو رامنځته نکړی شول.

XS
SM
MD
LG