د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال فضايي سټیشن د یخولو آله خرابه شوې


د امریکا د نړیوال فضايي سټیشن فضا نوردانو پرون په فضا کی ېو اوږد چکر وواهه ترڅو د یوه فضايي لابراتوار د سړیدلو خراب شوی نظام ترمیم کاندی.

د فضايي سټیشن د هوا دسړولو د سیستم یوه اله تیره هفته یو ناڅاپه د کار نه وغورځیدله.

امریکايي فضا نوردان ډوگ ویلاک او ټریسی کالډویل دواړه د سټیشن نه پرون سهار په اوو بجو او نونس دقیقو دلابراتوار نه ووتل او دشلو دقېقو نه زیات په فضا کې بیرون یې د خرابې شوې الې په ترمېمولو باندی تیر کړل.

د امريکې د خلايي تحقیقاتو اداره ناسا وايي چې ددغو دواړو فضا نوردانو کار ځکه ډیر گران دی چې په دواړه لاسونو باندی د امونیمو سیمان تړي تر څو د هوا د پمپ اله فعاله شي او دا عمل په فضا کې ډیرو مشکلو مانورونو ته اړتېا لري چې بدن یې ورسره شخ کیږي.

XS
SM
MD
LG