د لاس رسي وړ اتصالات

فیلډمن: د ملاعمر د مړینې څخه څو ورځي مخکې خبر شوو


ډانیل فیلډمن وایي چې دا یې سیمې ته د ولسمشر اوباما د ځانګړي استازي په توګه وروستۍ سفر دی

ډانیل فیلډمن وایي چې دا یې سیمې ته د ولسمشر اوباما د ځانګړي استازي په توګه وروستۍ سفر دی

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس باراک اوباما ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن اسلام اباد او کابل ته د سفر په ترڅ کې نن د امریکا په سفارت کې د خبریالانو یوې ډلې سره د خبرو په وخت وویل چې امریکایي چارواکي هم دمخه د ملامحمد عمر اخوند د مړینې خبر نه وو.

ښاغلي فیلډمن وویل "په څرګنده توګه مونږټولو د ملاعمر په باب د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوله، دا په ښکاره یو پټ ارګان دی چې د هغه د مړینې خبریې ساتلی وو ، زه بیا هم د دې ګمام په باب چې کومه ځانګړې اداره او یا ځیني کسان به ورڅخه خبر وو، او کله به خبر و، اوس چې مونږ ټول د هغه د مړینې د خبرتائید لرو مونږ ټول دې ته ګورو چې دا به د راتلونکي لپاره په څه معنی وي".

دغه امریکایي چارواکي وویل چې دا سفر یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس د ځانګړي استازي په توګه وروستی سفر دی.

هغه وویل چې بیرته خصوصي سکټور ته د کار لپاره ورستنیږي.

ښاغلي فیلډمن هیله وښوده چې طالبان به د رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د جمهور رئیس د سولې بلنه به ومني.

هغه وویل چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې د سولې بهیر سره لیوالتیا لري او دې دا ګڼي چې همدا پخلاینه د افغانستان د ثبات لپاره تر ټولو لنډه لار ده.

د افغانستان او پاکستان ته د امریکا د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې ژر به د خبرو دوهم پړاو پیل شي او امریکا به په دغو خبرو کې د څارونکي په توګه برخه واخلي.

ښاغلي فیلډمن د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیل په وخت د ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر د خبریدو د هدف په باب د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې اوس خو دا معلومه شوې چې هغه مړ شوی دی.

ښاغلي فیلډمن وویل" مونږ ټولو د دغسې معلوماتو ترلاسه کولو هڅې کولی، په دې هم نه غږیږم چې ددغه اعلان او په دغه وخت د اعلان هدف څه وو، او کومو ادارو په دغه پریکړه کې برخه لرله زمونږ مرکزي دفتر له پخوا راهیسې دغسې معلوماتو د راټولو هڅه کوله، خو لکه د افغان حکومت سرچینو او نورو سرچینو مونږ څو ورځې وړاندې په دې هکله باوري رپوټونه ترلاسه کړل".

هغه د طالبانو له خوا د ملا اختر محمد منصور د یو مرستیال په توګه د مولوي جلا الدین حقاني د زوی سراج الدین حقاني د ټاکلو د پریکړې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا طالبانو سره ددې لپاره چې هغوی طالبان دي په جګړه کې نه ده.

ښاغلي فیلډمن وویل " د حقاني ټاکل کیدو او د رول په باب بیا هم مونږ لا تراوسه په دې هکله د طالبانو کومه بیانیه نه ده لیدلې، مونږ اړتیا لرو چې دا بدلونونو په باب خبرونه تائید او وارزو، هغه څه چې مونږ ویلي دي دا دي چې مونږ طالبانو سره د دې لپاره چې طالبان دي په جګړه کې نه یو، خو په یقین مونږ به ټولې هغه هڅې چې زمونږ د خلکو او سرچینو ساتنه وکړي ترسره کړو، که دا ګواښونه د حقاني د ډلې له خوا اوسې مونږ به د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړو ترڅو ګواښونه له منځه لاړ شي".

ښاغلي فیلډمن د افغانستان د نوي حکومت او د پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدلو ته په اشارې وویل چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د نه باور فضا شتون اوږد تاریخ لري او ډیر شیان شته چې ورته په کار دي د حل لارې ولټول شي.

هغه وویل ملکونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولی.

د امریکا ځانګړې استازي په دې برخه کې د افغان حکومت په ځانګړې ډول د جمهور رئیس غني د هڅو څخه چې د ده په وینا یې د پاکستان پرمخ خپله دروازه پرانستې ده د امریکا کلک ملاتړ څرکند کړ، وې ویل چې دې فکر کوي ددغو اړیکو بیا جوړول نه یوازې د پخلاینې او پوځي اهدافو لپاره اهمیت لري، بلکې د نورو مسایلو لکه اقتصادي ودې، دخلکو ترمنځ اړیکو ، مدني ټولنې لپاره هم د اهمیت وړ دي او هرڅومره چې دا اړیکې پیاوړې شي ورسره ددواړو هیوادونو په منځ کې د باور فضا زیاتدلې شي.

دغه امریکایي چارواکی وویل چې د طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دریځ ملاتړ کوي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا د جمهور رئیس ځانګړي استازي د طالبانو څخه د سولې په بهیر کې د ګډون بلنه په داسې حال کې کړې چې طالبانو نن په رسمي ډول ملا اخترمحمد منصور د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دي.

همداشان طالبانو مولوي هیبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني د ملا منصور د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

XS
SM
MD
LG