د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو اتباعو ته د خطر خبرداری ورکړی


د امریکا د باندنیو چارو وزارت ټولو آمریکايي اتباعو ته د القاعدې د تروریستي خطر خبرداری ورکړی دی. د امریکا د باندنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د تروریستي حملو امکان په شمالي افریقا او مینځني ختیځ کې ډیر دی . دغه وزارت وايي چې ښايي د عرب د ټاپو وزمې نه کوم برید وشي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وویل چې القاعده او ملګري ډلي یې ښايي د اوس او اګست د پای ترمنځ حملې وکړي.

د امریکا له خوا دغه خبرداری وروسته له هغه نه خپریږي چې د امریکا حکومت وویل چې د نړۍ په ځینو برخو کې خپلې سفارتخانې او قونسلګرۍ د امنیتي دلایل په خاطر تړي.

په یوېبانیې کې راغلي دي چې هغو سفارتخانو او قونسلګریو ته د تړل کیدو امر شوی دی چې د یکشنبې په ورځ معمولا کار کوي چې په دې کې به د اسلامي نړۍ سفارتخانې شاملې وي چیري چې یکشنبې د اونۍ کاري ورځ وي او رخصتي نه وي.


د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا هارف دغه اقداماتو احتیاطي وبلل. ،،د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلو معینوو سفارتخانو او قونسلګریو ته امر کړی دی چې د یکشنبې په ورځ دي فعالیت بند کړي . مونږ ته رارسیدلي معلومات دا ایجابوي چې د خپلو کارمندانو او د نورو کسانو د خوندیتوب لپاره چې زمونږ سفارتونو او قونسلګریو ته راځي، احتیاطي اقدامات وکړو. د امریکا د باندنیو چارو وزارت هر کله چې دغه راز شرایط رامنځ ته شي نو د امنیت او مصونیت او دوامداره فعالیتونو د توازن لپاره په یو لړ احتیاطي اقداماتو باندي لاس پوري کوي.،،


امریکايي چارواکو ویلي دي چې د سفارتونو او قونسلګریو د بندیدو موده ښايي تمدید شي.
XS
SM
MD
LG