د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د اقتصادي مارکیټونو تر ټولو بده ورځ


د امریکا د اقتصادي مارکیټونو تر ټولو بده ورځ
د امریکا د اقتصادي مارکیټونو تر ټولو بده ورځ

نن د هانګ کانګ، جاپان، جنوبی کوریا، استرالیا او تایوان په مارکیټونو کې د اسهامو بیې

پداسې حال کې مخ په زوال دي چې اندیښمن پانګه اچونکي د نړیوال اقتصآدي بحران نه په وېره کې دي.

د جاپان د مالیې وزیر هم پدې اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی به په پوره احتیاط سره دا بیې په بشپړ دقت وڅاري.

استرالیا هم د همدې اقتصادي بحران سره مخ دی خو د هیواد د خزانې وزارت یې خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هیواد اقتصاد یې لا تر اوس هم پیاوړی دی.

د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي بحران نه را وروسته نن په امریکا کې د اقتصادي مارکیټونو تر ټولو بده ورځ ګڼل کیږي چې منفي اغیزه یې د وال سټریټ په بیو هم پریوتله.

په امریکا کې د اسهامو بیې وروسته له هغه ډیرې راولوېدلې چې د “ایس اینډ پي” یوه نړیواکل شرکت چې د ملکونو مالي اعتبارونه اندازه کوي، ددې اوونۍ په سره کې اعلان وکړ چې د امریکا مالي اعتبار له بهترین څخه بهتر ته راټیټ شوی دی.

جمهور رئیس بارک اوباما وایي د امریکا د مالي اعتبار د کچې ټیټیدل به کانګرس ته د بیړني وضعیت په اړه یو تازه احساس ورکړي چې د حکومت د بودیجې په کسر کې د ډیر مشخص کموالي سره موافقه وکړي.

XS
SM
MD
LG