د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په طوفانونو کې 16 تنه وژل شویدي


امریکا کې په طوفانونو کې 16 تنه وژل شویدي
امریکا کې په طوفانونو کې 16 تنه وژل شویدي

د امریکا په متحده ایالاتو کي په تیرو دوو ورځو کي په سختو او زورو طوفانونو کي د مړو شمیر ١٦ تنو ته رسیدلی دی.

د ( الاباما ) د جنوبي ایالت چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چي پرون کله چي د باد او باران یو سخت طوفان یو کور وواهه نو په دې کور کي یې درې کسه ووژل. ددغه ایالت په یوه بله برخه کي په طوفان کي یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان مړه سول او یو بل تن هغه وخت مړ سو چي طوفان یې یو ګرځنده کور ..٥ متره بلي خوا ته یووړ.

دغه طوفان وني ماتي کړې، د بریښنا مزي یې وشکول، د کورونو بامونه یې په هوا کړل او په لویو لارو باندي یې موټر را چپه کړل.

د ( الاباما ) ګورنر په خپل ایالت کي اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ( اوکلاهوما ) او ( ارکینسا ) په مرکزي ایالتونو کي نهه تنه وژل شوي دي.

چارواکي وایي چي طوفان د اوکلاهوما د ( توشکا ) په کوچني ښارګوټي کي د پنجشنبې په ورځ دوه کسه ووژل او ددغه ښارګوټي یوازنی ښوونځی یې تباه کړ.

او په ارکینسا کي د جمعې په ورځ کله چي دغه طوفان راغی، نو اووه کسه یې ووژل، وني یې چپه کړې او ودانۍ یې ونړولې.

XS
SM
MD
LG